ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې اووه کسانو ژوند له لاسه ورکړ

هرات کې اووه کسانو ژوند له لاسه ورکړ

author avatar
25 Jun 2016 - 16:47
هرات کې اووه کسانو ژوند له لاسه ورکړ
author avatar
25 Jun 2016 - 16:47

 هرات (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٥): هرات کې په دوه بېلابېلو پېښو کې اوه کسان وژل شوي او درې نور  ټپيان شوي دي.

 د ياد ولايت د امنيتي چارواکو په وينا، د هرات د ګلران ولسوالۍ شپږ اوسېدونکي د يوې سمڅې د نړېدو او يو بل د ماين په چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړى دى.

 د هرات د پوليسو وياند عبدالرووف احمدي نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادو شپږو کليوالو غوښتل چې له يوې سيمې څخه بلې ته لاړ شي، د شپې له خوا په يوې سمڅې کې ويده شوي، دغه مهال پرې سمڅه راغورځېدلې او ټولو په کې ژوند له لاسه ورکړى دى.

 احمدي وويل، پوليس د پېښې سيمې ته رسېدلي او په دې اړه د پوليسو په همکارۍ د سيمه ييزو ادارو له لوري څېړنې پيل شوې دي.

 ورته مهال د هرات ولايت د پوليسو وياند د ياد ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د يوه کس له وژل کېدو او دريو نورو له ټپي کېدو هم خبر ورکړ.

 سرچينې زياته کړه، د شينډنډ د زيرکوه سيمې څلور کسان په درې زرنج موټرسايکلونو  کې د يادې ولسوالۍ مرکز ته پر لارې و، چې د لارې په اوږدو کې د ماين چاودنه پرې شوې ده.

 احمدي وويل چې په دغه پېښه کې يو کس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

 د احمدي په وينا، د يادې پېښې ټپيان او وژل شوي ټول ملکيان دي، چې د توکو اخيستو په موخه د شينډنډ ولسوالۍ بازار ته تلل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.