ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېواد کې د شاتو توليد زيات شوى

هېواد کې د شاتو توليد زيات شوى

author avatar
25 Jun 2016 - 16:19
هېواد کې د شاتو توليد زيات شوى
author avatar
25 Jun 2016 - 16:19

کابل (پژواک،٥چنګاښ ٩٥): د کرنۍ، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې تېرکال ټول هېواد کې څه باندې يو ميليون کيلوګرامه شات توليد شوي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دمګړۍ د ٦٥٢ ښځينه روزنکو په ګډون ٢٣٧٠٠  د مچيو روزنکي د هېواد بېلابېلو ولايتونو کې د ٥٨ کوپراتيفونو او د مچيو روزونکو ١٠ ټولنو په اډانه کې په دې برخه کې فعاليت کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې يو شمېر زيات  د مچيو  روزنکي د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې په يواځې سر په دې صنعت کې بوخت دي او عسل توليدوي چې تېرکال ١٨٦٤،٥٠٠ کيلوګرامه شات په ټول هېواد کې توليد شوي په داسې حال کې چې له دې کال څخه يو کال وړاندې دا کچه لږه وه.

سرچينه وايي :" کرنې وزارت تر اوسه په دې توانېدلى چې شاوخوا ٢٣٧٠٠٠ د شاتو مچيو صندوقونه د مچيو روزونکو په واک کې ورکړي، په داسې حال کې چې زموږ هېواد د غوره او مناسبې هوا او چاپېريال په درلودو سره د څه باندې يو ميليون صندوقو مچيو د ساتنې وړتيا لري."

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په وينا، ددې وزارت د مچيو روزنې پراختيا پروګرام د پرله پسې هڅو پر مټ  توانېدلى  چې د مچيو  روزونکو د وړتيا لوړولو، وسايلو او موم برابرولو په برخه کې مرسته او ملاتړ وکړي.

دا وزارت وايي چې دا مهال د افغانستان په ٣٠ ولايتونو کې يو شمېرکروندګر د شاتو مچيو روزنې په صنعت بوخت دي او کومو ولايتونو کې چې د مچيو  روزل زيات دود دي، بدخشان،تخار، کندوز،بغلان،ننګرهار،غزني، لوګر، پکتيا او هرات ولايتونه دي.

 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې ژمن دى څو افغانستان کې د مچيو  صنعت روزنې په برخه کې د شته امکاناتو په درلودو سره پوره ملاتړ وکړي ، په دې صنعت کې بوخت د هېواد بزګرو سره مرسته وکړي او هغوى ته د ودې او پرمختګ غوره لارې چارې ولټوي.

دا په  داسې حال کې ده چې ددې  ګټور صنعت د لا غوړېدو لپاره  د مچيو روزنې دويم کنفرانس  د روان کال غويي مياشت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري جوړ شو  .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.