ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: ترهګري ښه او بد نه لري

ولسمشر غني: ترهګري ښه او بد نه لري

author avatar
25 Jun 2016 - 11:08
ولسمشر غني: ترهګري ښه او بد نه لري
author avatar
25 Jun 2016 - 11:08

کابل (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٥): ولسمشر اشرف غني وايي، ترهګري ښه او بد نه لري او کوم دولت چې د ترهګرۍ د ښې او بدې توپير ته قايل وي، د دې ټولو بيه به ورکوي.

محمد اشرف غني پرون د شانګهای سازمان شپاړسمې سرمشريزې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، افراطيت او ترهګري د سياسي تاوتریخوالي پنځمه څپه ده، دا هغه پراخې پديدې دي چې موږ ټول او همدارنګه باثباته اړيکې، د همکارۍ ارزښتونه، فرهنګونه او تمدنونه ګواښي.

ولسمشر د ازبکستان پلازمېنې تاشکند کې جوړه شوې غونډه ته چې د شانګهای سازمان غړو او څارونکو هېوادونو په کې حضور درلود، زياته کړه: ((که موږ هغه ته رسيدګي ونه کړو، پېچلتيا يې درک نه کړو او انفرادي حل لارې ورته ونه لټوو، نو نه بريالي کېږو.))

هغه وويل، موږ بايد په ګډه د پنځمې څپې په لرليد، عمق او شدت پوه شو چې له بده مرغه دا څپه به موږ يو هم يوازې پرې نه ږدي او د دې څپې اړوند عوامل يانې جرمي اقتصاد او نشه يي توکي زموږ ټولو سوله او ثبات ګواښي.

هغه زياته کړه: ((زياته کړه، زموږ ګډه لويه پروژه د ورېښمو لارې احيا کول دي او افغانستان د منځنۍ اسيا، سوېلي اسيا او منځني ختيځ تر منځ د اتصال نقطه او څلور لار ده او موږ د ورېښمو لارې د احيا لپاره د هر اخيستونکي ګام هرکلی کوو.))

ولسمشر وويل چې افغانستان دوه اړخه لري، يو ظرفيت او بل ګواښ؛ د ظرفيت په هکله بايد ووايو چې موږ په چټکۍ سره د سيمه ييزې همکاريو پر مرکز د بدلېدو په حال کې يو.

هغه وويل، د روسيې په اوفای کې د شانګهای د تېر کال سرمشريزې غونډې راهيسې سيمه ييزې همکارۍ پراخې شوې او دغو همکاريو زموږ د خلکو هيلې ژوندۍ کړې او پر راتلونکي يې د هغوی باور زيات کړی دی.

ولسمشر پر دې په ټينګار چې د شانګهای غړو هېوادونو تر منځ همکارۍ د ثبات او سوکالۍ لامل کېږي وويل، د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده او افغانستان ته راتلونکې ترهګرې ډلې بايد په سمه توګه تعريف شي.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، په سياسي تاريخ کې داسې پېړۍ وجود نه لري چې يو ټاکل شوى حکومت له مخربو افرادو او ډلو سره مخ وي.

د هېواد ولسمشر وويل، د تروريستي ډلو اجنډا د سيمه ييزې او نړيوالې همکارۍ ګډوډول دي، د دولتونو مسووليت دا دی چې د تروريزم تر منځ د ښه او بد توپير ونه کړي او کوم دولت چې د ترهګري د ښه او بد توپير ته قايل دی، د دې ټولو بيه به ورکوي.

ولسمشر وويل، غوره ده چې د ويجاړوونکو او ناسمو بحثونو پر ځای د ګډو ګټو لپاره موافقه وشي.

هغه څرګنده کړه: ((زه د شانګهای ټولو غړو ته بلنه ورکوم چې له افغانستان سره يو ځای ستونزې وپېژني او په استخباراتي، امنيتي او سياسي برخو کې يوه اجماع رامنځته کړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.