ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار او پکتيا کې د داعش او طالبانو ١٦ وسله وال وژل شوي

په ننګرهار او پکتيا کې د داعش او طالبانو ١٦ وسله وال وژل شوي

author avatar
25 Jun 2016 - 11:44
په ننګرهار او پکتيا کې د داعش او طالبانو ١٦ وسله وال وژل شوي
author avatar
25 Jun 2016 - 11:44

ګردېز- جلال اباد (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٥): چارواکي وايي چې د ننګرهار او پکتيا ولايتونو په بېلابېلو عملياتو کې د طالبانو او داعش ١٦ وسله وال وژل شوي دي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا د چنګاښ په ٥مه پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د اچين ولسوالۍ د کرکڼۍ په سيمه کې پر داعش وسله والو هوايي بريدونه کړي وو.

سرچينې زياته کړې چې په دې بريدونو کې د داعش ١٠ وسله وال وژل شوي او پر يوې غونډۍ د هغوى يوه دهشکه له منځه وړل شوې ده.

بلخوا د پکتيا چارواکي وايي چې په سيد کرم ولسوالۍ کې ٩ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال اعتبار شاه شينواري پژواک ته وويل چې تېره شپه ۲ بجې زيات شمېر وسله والو د علمګۍ په سيمه کې پر دوو پوستو بريدونه وکړل چې يو ساعت يې دوام وکړ.

نوموړی وايي، د جګړې په پايله کې ۶ وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

شينواری وايي، په وژل شوو کې د دريو کسانو جسدونه دوی ولسوالۍ ته راوړي او درې مړي او درې زخميان وسله والو له ځان سره وړي دي.

وسله والو طالبانو د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي.

درې ورځې وړاندې د زرمت په ولسوالۍ کې په ورته پېښه کې ۸ وسله وال وژل شوي وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.