ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د حسن قرائت سيالي ترسره شوه

په ننګرهار کې د حسن قرائت سيالي ترسره شوه

author avatar
25 Jun 2016 - 13:50
په ننګرهار کې د حسن قرائت سيالي ترسره شوه
author avatar
25 Jun 2016 - 13:50

جلال اباد (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٥): په ننګرهار ولايت کې د قران کريم د حسن قرائت سيالي ترسره شوه چې په کې لسګونو قاريانو او حافظاتو برخه اخيستې وه.

دا سيالۍ پرون له غرمې وروسته تر شپې پورې د دغه ولايت د سره رود په ولسوالۍ کې د مدني ټولنې د همغږۍ شورا له خوا په لاره اچول شوې وه چې په کې ديني عالمانو، قاريانو، علماوو، د حج او اوقافو رييس او نورو ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.

د يادې شورا مشر ډاکټر شکرالله مشکور پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سيالۍ کې تر ١٠٠ پورې قاريانو او حافظاتو برخه اخيستې  وه چې عمرونه يې تر ١٨ کلونو کم وو.

هغه زياته کړه چې په لومړي پړاو کې ٤٠ قاريان دوهم پړاو ته لاره پيدا کړه او بيا وروستي پړاو ته لسو کسانو لاره ومونده.

ډاکتر مشکور وویل، له دې سياليو څخه يې موخه دا  ده، تر څو ځوانان د عصري زده کړو تر څنګ ديني زده کړو ته هم پاملرنه وکړي.

نوموړي ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به د ننګرهار او بيا د افغانستان په کچه هم دا ډول سيالۍ په لاره واچوي.

هغه وويل چې دا سيالۍ په شفاف ډول د علماوو او قاريانو تر نظارت لاندې ترسره شوې او جايزې مستحقو کسانو ته ورکړل شوې.

د نوموړي په وينا، په پاى کې ٤٠ کسانو ته عمومي تحفې، ١٠ کسانو ته ځانګړې تحفې او لومړي ، دويم او درېيم مقام ګټونکو ته اختصاصي تحفې ورکړل شوې.

د دې سياليو يوه ګډون کوونکي قاري ناصري حليمي پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې جومات دې د سياست ميدان نه کرځوي او نه دې ورانوي.

هغه زياته کړه چې جومات د علم د زده کړې او د خدای د عبادت ځای دی، دلته سياست او نورې خبرې ناروا دي.

د ننګرها رد علماوو شوار رييس مولوي حميدالله له يادې شورا مننه وکړه، چې دا ډول ګټور پروګرام يې په لاره اچولى و.

د ننګرهار د حج اوقاف رييس مولوي عبدالظاهر حقاني وويل چې دوى د دې ډول پروګرامونو ملاتړ کوي او له خپل لوري يې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.