جلال اباد (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريد په ترڅ کې د داعش ١٠ نور وسله وال وژل شوي دي.
داعش وسله والو له تېرو دوو ورځو راهيسې په کوټ ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کوي، چې له امله يې تر نن سهاره پورې د داعش ٣٦ وسله وال وژل شوي وو.
دغه راز په دې بريدونو کې پوليسو او ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند پژواک ته وويل چې په کوټ ولسوالۍ کې د تازه هوايي بريدونو په ترڅ کې تر غرمې وروسته دداعش ١٠ نور وسله وال وژل شوي دي.
د هغه په وينا، په دې بريدونو کې د هغوى ځينې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن