ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار ته د چاودېدونکو توکو دلېږد مخه ونيول شوه

کابل ښار ته د چاودېدونکو توکو دلېږد مخه ونيول شوه

author avatar
25 Jun 2016 - 15:34
کابل ښار ته د چاودېدونکو توکو دلېږد مخه ونيول شوه
author avatar
25 Jun 2016 - 15:34

پل علم (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٥): د لوګر چارواکي وايي چې د ملي امنيت ځواکونو له چاودېدونکو توکو ډک هغه موټر نيولى، چې کابل ته يې لېږدول.

د لوګر د والي وياند سليم صالح  دچنګاښ په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو نن دا هينو موټر د ولايت مرکز اړونده سيمه کې نيولى دى.

هغه زياته کړه  چې په دې موټر کې ١٥٠٠ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي نيول شوي، چې کابل ښار ته د ورانکاره کارونو لپاره لېږدول کېدل.

 د صالح په وينا، دې توکو سره د تړاو په تور دوه کسان نيول شوي او اوس ترې پوښتنې روانې دي.

د والي وياند دغه راز وويل چې نن د ولايت د مرکز اړونده د الوزيو په سيمه کې د يوې نښتې په ترڅ کې درې وسله وال طالبان نيول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.