مزارشريف (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۵): د بلخ ولايت د مدني ټولنې فعالين وايي، په سياسي چارو کې د امنيتي چارواکو ښکېلتيا د دې لامل شوې چې وسله وال مخالفين د کوکنارو کر لپاره زمينه سازي وکړي.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د خط نو په نامه مدني ټولنې مسوولينو د چنګاښ په ۶مه، په خبري ناسته کې وويل چې په افغانستان کې هېڅ داسې ولايت نه شته چې کوکنار په کې نه وي کرل شوي.
د يادې ټولنې مسوول قادر مصباح وويل، دولت او په ځانګړې توګه امنيتي ارګانونو په لوی لاس دې ته زمينه برابره کړه، چې په هېواد کې د کوکنارو کرلو لپاره بزګر خلاص لاس ولري.
نوموړي زياته کړه، په سياسي چارو کې د امنيتي ارګانونو او مسوولينو ښکېلتيا په سيمه ييزه کچه وسله والو مخالفينو ته وخت ورکړ، چې بزګر د کوکنارو کرلو ته تشويق کړي.
هغه وايي: ((دهقان هم له موقع ګټه واخيسته، پوه شو چې د کوکنارو د کر له امله له قانوني مواردو سره نه مخامخ کېږي.))
مصباح امنيتي ځواکونه ګرم وبلل، چې د کوکنارو د کښت او د حاصل اخيستو په دواړو فصلونو کې يې د وسله والو مخالفينو مخه ونه شواى نيولی.
نوموړي زياته کړه، په دغو دواړو فصلونو کې په سيمه ييزه کچه وسله والو مخالفينو د جګړې پر ځای د کوکنارو کر او حاصل اخيستو ته ډېره پاملرنه وکړه او په کې بريالي هم شول.
هغه په بلخ ولايت کې د کوکنارو د کر په اړه وويل، په ۲۰۱۵ کال کې دغه ولايت د کوکنارو د کر له صفر کېدو بهر وو.
د مصباح په وينا، د دولت د رسمي معلوماتو له مخې، په دغه کال په بلخ ولايت کې پر څه باندې زر جريبه ځمکه کوکنار کرل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، دغه شمېره اوس څو برابره زياته شوې، چې په بېلا بېلو ولسواليو کې کرل شوي دي.
هغه وايي، د هېواد د نورو څنډو په څېر په شمال کې هم د ترهګريزو فعاليتونو د تمويل لاره د نشه يي توکو کر او قاچاق دی.
مصباح وويل، دولت او په ځانګړې توګه امنيتي ارګانونه بايد د وسله والو مخالفينو پر وړاندې خپلو برنامو ته تغير ورکړي او د هغوی د تمويل سرچينې بايد بندې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن