پل علم (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٥): نا پېژاندو کسانو د کابل په چهار اسياب ولسوالۍ کې يو هلک او يوه نجلۍ پر ډزو وژلي دي.
د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدلولي وکيل د چنګاښ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د چهار اسياب ولسوالۍ په نمونيا سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وايي چې دغه هلک او نجلۍ له يو بل سره د مينې اړيکې درلودې او له کوره تښتېدلي وو.
ده وويل: ((دغه هلک او نجلۍ د خوست ولايت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې دواړه له کوره تښتېدلي وو خو د لوګر- کابل تر منځ د سنګ نوشتې په سيمه کې يو شمېر کسان دوى له موټر ښکته کوي او بيا يې د چهار اسياب ولسوالۍ نمونيا سيمې ته بیايي او هلته دواړه پر ډزو وژني.))
د وکيل په وينا، د وژل شوي هلک د کورنۍ غړو د لوګر ولايتي شورا ته عريضه کړې چې دغه دواړه کسان د نجلۍ د کورنۍ له لوري وژل شوي دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي هم پژواک ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ په چهار اسياب ولسوالۍ رامنځته شوې ده.
ده وويل: ((پېښه شوې ده خو تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کار چا کړى خو په اړه يې د پوليسو پلټنې روانې دي.))
د ده په وينا، د وژل شوو کسانو جسدونه يې کورنيو ته سپارل شوي دي.
سنګ نوشته له کابل ښار څخه شاوخوا لس کيلومتره واټن لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن