ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : ننګرهار کې د داعش او طالبانو ٤٩ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي : ننګرهار کې د داعش او طالبانو ٤٩ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
26 Jun 2016 - 10:52
چارواکي : ننګرهار کې د داعش او طالبانو ٤٩ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
26 Jun 2016 - 10:52

کابل (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٥): چارواکي وايي چې د ننګرهار ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د عملياتو او نښتو پر مهال د داعش او طالبانو ٤٩ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات په خوږياڼو، غني خېلو او کوټ ولسواليو کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه چې په يادو ولسواليو کې د هوايي او ځمکنيو عملياتو او نښتو پر مهال د يوه قوماندان په ګډون د داعش ١٨ او د طالبانو اووه وسله وال وژل شوي او ٢٢ داعش او دوه طالب وسله وال  ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، امنيتي منسوبينو تېره شپه د کوټ ولسوالۍ په احمد خېلو، جنجال غونډۍ او سه پای سيمو کې عمليات کړي او داعش ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.‌

د والي وياند وويل چې دغه راز د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو په سيمه کې تېره شپه د هوايي بريد په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان عمر خالد په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي .

خوږياڼى زياتوي چې په همدې حال کې په غني خېلو ولسوالۍ کې د امنيتي منسوبينو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې يو وسله وال طالب وژل شوی دى.

ده وويل چې په ترسره شوو بريدونو او نښتو کې د وسله والو مخالفينو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

که څه هم د والي وياند په کوټ ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي، خو نا تاييد شوي راپورونه وايي  چې تېره شپه په دغه ولسوالۍ کې څلور سيمه ييز پوليس او ځينې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

په کوټ ولسوالۍ کې له تېرو درېيو ورځو راهيسې داعش وسله وال پرله پسې پر امنيتي پوستو بريدونه کوي، چې له امله يې پوليس او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او داعش وسله  والو ګڼ شمېر ملکي وګړي له ځانه سره بيولي دي.

ځايي چارواکي وايي چې د کوټ په عملياتو کې لسګونو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.