ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر: کوټ د داعش پر هدیره بدل کړئ

اتمر: کوټ د داعش پر هدیره بدل کړئ

author avatar
27 Jun 2016 - 13:57
اتمر: کوټ د داعش پر هدیره بدل کړئ
author avatar
27 Jun 2016 - 13:57

کابل (پژواک، ٧ چنګاښ ٩٥): د ملي امنيت سلاکار، د ننګرهار ولايت سياسي او نظامي مشرانو ته لارښوونه کړې چې په ټول قوت د داعش ډلې د ځالو او فعاليتونو د ځپلو او د له منځه وړو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي.

له امنيت شورا د چنګاښ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت سلاکار د ويډيو کنفرانس له لارې د ننګرهار له سياسي او نظامي مشرانو او قومي مخورو سره  د کوټ ولسوالۍ د امنيتي وضعيت په اړه خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، په دغه ويډيو کنفرانس کې له کابل څخه په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازو انجنير سيد اکرام، عصمت شينواري، د کابل ولايت استازې شينکۍ کړوخېل او د ځوانانو په چارو کې د ولسمشر سلاکارې ملالۍ شينوارې هم حضور درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز په ننګرهار کې پر والي سربېره د  ۲۰۱ سېلاب قول اردو او  امنيه قوماندان، د ملي امنيت رييس او قومي مخورو برخه اخيستې وه.

سرچينه کاږي، د ملي امنيت سلاکار، د ننګرهار ولايت سياسي او نظامي مشرانو ته لارښوونه وکړه چې په ټول قوت د داعش ترهګريزې ډلې د ځالو او فعاليتونو د ځپلو او له منځه وړو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي.

د ملي امنيت سلاکار د کوټ ولسوالۍ قومي مشرانو ته په هغې ولسوالۍ کې د داعش ډلې له خوا د يو شمېر هېوادوالو د وژلو له امله خپله غمرازي وښوده او زياته يې کړه چې د دوی قربانۍ به د هېواد د ملي خپلواکۍ د ساتلو په تاريخ کې تلپاتې شي.

حنيف اتمر په ننګرهار ولايت کې مېشتو نظامي ځواکونو ته د هېواد د ولسمشر دا لارښوونه څو ځلې تکرار کړه: ((کوټ د داعش په هديره بدل کړئ او د خپلو شهيدو هېوادوالو تاريخي غچ واخلئ.))

د يادونې ده، د تېرې جمعې په شپه داعش وسله والو د کوټ ولسوالۍ پر بېلابېلو سيمو بريدونه پيل کړي وو چې له امله يې امنيتي سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته او د لسګونو ملکيانو کورونه يې هم سوځولي وو.

ځايي چارواکي وايي چې په ځوابي بريدونو او عملياتو کې لسګونه داعش وسله وال وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.