ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان د سولې شورا پخوانى مشر ووژل شو

د اروزګان د سولې شورا پخوانى مشر ووژل شو

author avatar
27 Jun 2016 - 08:40
د اروزګان د سولې شورا پخوانى مشر ووژل شو
author avatar
27 Jun 2016 - 08:40

ترينکوټ (پژواک، ٧ چنګاښ ٩٥): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د دغه ولايت د سولې شورا پخوانى رييس او قومي مشر ووژل شو.

د اروزګان يوې امنيتي سرچينې د چنګاښ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه قومي مشر ډاکتر عبدالباقي نومېده او د مرکز ترينکوټ اړوند د شاه ظفر سيمې اوسېدونکی و.

سرچينه وايي، وسله والو پر نوموړي قومي مشر او پخواني جهادي قوماندان هغه مهال ډزې کړې چې هغه په يوه دوکان کې ناست و.

د سرچينې په حواله، په دغه  بريد کې عبدالباقي ځاى پر ځاى وژل شوی او بريدګر له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.

له بلې خوا د وژل شوي جهادي قوماندان زوى او په دغه ولايت کې مدني فعال عزت الله لطيفي پژواک ته وويل چې پلار يې پرون ناوخته د ولايت مقام په څو مترۍ کې وژل شوی دى.

هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونه د بريدګرو په نيولو کې پاتې راغلي او د پلار قاتلين يې په ډاډه زړه له سيمې تښتېدلي دي.

د يادونې ده، ډاکتر عبدالباقي د اروزګان د عامې روغتيا او د سولې شورا د ولايتي کمېټې د رييس په توګه هم دندې ترسره کړې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.