کندهار(پژواک،٧چنګاښ٩٥): د کندهار ولايت اوسېدونکو د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش وسله والو وحشت په سختو ټکو وغانده او له حکومت څخه يې وغوښتل چې له هېواد څخه د دغې ډلې ريښې وباسي.
په دې اړه نن په کندهار پريس کلب کې غونډه جوړه شوې وه چې په کې د کندهار مدني فعالانو، مېرمنو، ديني عالمانو، د سياسي ګوندونو استازو او نورو ګډون کړى وو.
د غونډې ويناوالو د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش کړنې وحشيانه وګڼلې او له هېوادوالو يې وغوښتل چې د هغوى د ورکولو لپاره دې يو موټى شي.
د کندهار مدني او سياسي فعال کبير دروېش وويل، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش په نوم جګړه مار د پاکستان پوځيان او استخباراتي کسان دي او د دغه هېواد د ګټو او اهدافو لپاره جګړه کوي او د خلکو تر منځ وحشت خپروي.
نوموړى د ننګرهار او د هېواد په نورو برخو کې وروستۍ ترهګريزې پېښې د هند په مرسته د رغېدلو لويو پروژو چابهار بندر، سلما بند او پر کونړ سيند د بند جوړولو پر وړاندې د پاکستان غبرګون بولي.
هغه زياته کړه، د داعش وسله والو کړنې انتقامي بڼه لري چې نه يوازې له امنيتي ارګانونو سره جګړه کوي، بلکې د عام ولس ګرېوان او ان د هغوى ناموس ته يې لاس اچولى چې په هيڅ توګه د زغم وړ نه ده.
د ده په خبره، داعش وسله والو د خلکو کورونو سوځولي، د هغوى ښځې او ماشومان يې تښتولي او وژلي دي.
نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې له ولس سره دې يو ځاى د داعش وسله والو پر وړاندې ودرېږي او د هغوى مخه دې ونيسي.
د کندهار يو بل مدني فعال احمد شاه سپر هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل: ((موږ پر خپلو بې ګناه خلکو، ښځو او ماشومانو د داعشيانو ظلم او وحشت نه شو زغملاى.))
هغه يادونه وکړه چې که نن ولس په پوره يووالي د دغو وحشتونو په وړاندې و نه درېږي نو سبا به د هېواد د نورو برخو اوسېدونکي هم له ورته برخليک سره مخامخ وي.
قومي مشر حاجي ولي شاه اغا هم پر حکومت غږ وکړ چې په پوره توان دې د داعش ريښې له هېواده وکاږي او د اسلام د سپېڅلي دين د دغو بدناموونکې کړۍ پر ضد دې له هيڅ راز نرمۍ کار نه اخلي.
د کندهار د ديني عالمانو د اصلاحي ټولنې مشر مولوي عبيدالله فيضاني وويل چې ولس دې د خپل شعور کچه لوړه وساتي او د دغسې پرديو استخباراتي ډلو په شعارونو و نه غولېږي چې خپلو وحشي کړنو ته د جهاد نوم ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن