ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کوټ لپاره د استخبارتي مسوول په ګډون  لس داعشیان وژل شوي”

“د کوټ لپاره د استخبارتي مسوول په ګډون لس داعشیان وژل شوي”

author avatar
27 Jun 2016 - 11:19
“د کوټ لپاره د استخبارتي مسوول په ګډون  لس داعشیان وژل شوي”
author avatar
27 Jun 2016 - 11:19

جلال اباد (پژواک، ۷ چنګاښ ۹۵): چارواکي وايي د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو په بريدونو کې د داعش د استخباراتو د يوه مسوول په ګډون لس داعشيان  وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د هوايي ځواک له لوري دا بريدونه تېره شپه د کوټ په "سې پای" او "جنجال غونډۍ" سيمه ترسره شوي دي.

پر يادو سيمو د تېرې جمعې په شپه سلګونه داعش وسله والو بريدونه وکړل او د يو شمېر سيمو پر نيولو سربېره يې د چارواکو په وينا د ملکي خلکو کورونه وسوځول او مرګ ژوبله يې ور واړوله.

د والي وياند وايي: ((تېره شپه دغلته د داعش تر نفوذ لاندې سيمو باندې هوايي بريدونه شوي، د ابو سعيد مشور په امير صېب چې د کوټ لپاره د داعش د استخباراتو مسوول و، په ګډون لس داعشيان وژل شوي او ۱۸ ټپيان دي.))

د والي د وياند په خبره په وژل شوو کې ډېری پاکستانيان دي.

بلخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي پژواک اژانس ته وويل، د کوټ ولسوالۍ په يادو سيمو کې يې سخت عمليات پيل کړي او سلګونه سرتېري يې پلي کړي دي.

والي وايي: ((د جنجال غونډۍ، سې پای او پر ورته نورو سيمو  زموږ ځواکونو له څو خوا څخه عمليات پيل کړي، په دغه سيمو کې شته داعش وسله وال د محاصرې لاندې دي.))

د کندوزي په وينا، ډېر ژر به د کوټ يادې سيمې د داعش وسله والو له نفوذه پاکې شي.

د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي شريف الله پژواک اژانس ته وويل، لا هم داعشيان په سيمه کې شته دی او له افغان ځواکونو سره يې د جګړو غږونه اورېدل کېږي.

د شريف الله په خبره: ((تېره ورځ هم داعشيانو د يو شمېر ځايي خلکو کورونه ته اور ورته کړی و، حکومت بايد پيل کړي عمليات تر دې هم ګړندي کړي.))

داعش وسله والو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.