ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راتلونکې اوونۍ به د چک برېښنا بند د رغولو چارې پيل شي

راتلونکې اوونۍ به د چک برېښنا بند د رغولو چارې پيل شي

author avatar
27 Jun 2016 - 15:12
راتلونکې اوونۍ به د چک برېښنا بند د رغولو چارې پيل شي
author avatar
27 Jun 2016 - 15:12

کابل(پژواک، ٧ چنګاښ ٩٥): د ميدان وردګو ولايت د ولايتي شورا چارواکي وايي چې راتلونکې اوونۍ به ددې ولايت د چک ولسوالۍ د برېښنا بند د بيا رغونې چارې په رسمي ډول پيل شي.

 ياد شوى بند په هېواد کې له پخوانيو بندونو څخه دى چې له کورنيو جګړو وړاندې يې د پلازمېنې کابل يوې برخې ته برېښنا ورکوله او د جګړو پرمهال يې ځايي خلکو په خپله ساتنه کړې.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا مشر اختر محمد طاهري د يوه پلاوي په مشرۍ له ياد شوي بند نه د ليدنې پرمهال وويل چې د بند قرار داد د ملي تدارکاتو کمېسيون له لوري تاييد شوى او راتلونکې اوونۍ به د افغان – تاجک په نامه يوه شرکت سره لاسليک شي.

هغه زياته کړې، چې له قرار داد سره سم به د بند د ډيزاين او سروې چارې پيل شي او د رغونې کار به يې په ښه کيفيت تر سره شي.

د افغان- تاجک شرکت يوه مسوول ځايي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د بند چارې به په عصري ډول تر سره کړي او کيفيت ته به يې پام کوي، خو ځايي خلک دې له انجنيرانو سره همکاري ولري.

د چک ولسوالۍ د بابا کلا کلي اوسېدونکي عصمت الله صالح پژواک خبري اژانس ته وويل چې که دا بند په اساسي ډول ورغول شي، پر دې ولايت سربېره ګاونډيو ولايتونو ته هم برېښنا ورکولى شي.

هغه زياته کړه:((چک ولسوالۍ اوس پوره امن شوې، پخوا يې هم څو ځله د رغونې وعدې ورکړل شوې، خو عملا کار نه دى شوى، نور خلک له وعدو ستړي دي، د بندچک او ددې ولسوالۍ د سړک رغول غواړي.))
د چک د برېښنا بند په ١٣٢٥ لمريز کال کې د المانيانو لخوا ورغول شو چې د درې ميګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت يې درلود، خو د کورنيو جګړو پرمهال يې د پراختيا لپاره کار ونه شو او اوس يو څو محدودو کليو ته برېښنا ورکوي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په هرات کې د سلما بند او په فراه ولايت کې د بخش اباد د برېښنا د توليد بندونه هم پرانېستل شول چې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.