کابل (پژواک، ٧ چنګاښ ٩٥): د افغانستان ستره محکمه وايي چې سږ کال صدقه فطر ٦٠ افغانۍ ټاکل شوې ده.
د صدقه فطر پر کچې د علماوو تر منځ اختلافات دي، د اسلام په لومړيو کې حضرت محمد (ص) يو صاع يا پيمانه ښودلې وه چې بيا وروستو خلکو دا پيمانه له بېلابېلو وزنونو سره برابر کړې ده، ځيني يې دوه نيم کيلو اټکلوي، ځيني يو نيم کيلو او ځيني بيا څه کم دوه کيلو.
د افغانستان د سترې محکمې د دارالافتاء رييس مولوي صديق الله مسلم د چنګاښ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډېرو علماوو پر دې اتفاق کړى چې ياده پيمانه له خوردکم يو چارک سره برابره ده.
هغه زياته کړه چې د شريعت له مخې مميز، خرما، غنم او اوربشې بايد د صدقه فطر په توګه ورکړل شي.
د نوموړي په وينا، په افغانستان کې غنم ډېر مروج دي، نو بايد خوردکم يو چارک (يو کيلو او اته سوه ګرامه) غنم د يوه کس پر سر ورکړل شي.
مولوي مسلم وويل چې په بازار کې د غنمو د اوسنۍ بيې په حساب بايد صدقه فطر د هر تن پر سر د ٥٠ او ٦٠ افغانيو تر منځ ورکړل شي، خو که په احتياطي ډول ٦٠ افغانۍ ورکړل شي، نو ښه کار دى.
مولوي مسلم پر دې ټينګار کاوه چې له فقيرانو او بېوزلو سره د ښې مرستې په توګه بايد شتمن خلک مميز او يا هم خرُما (نيم من يا څه کم څلور کيلوګرامه) ورکړي.
په بازار کې د نن ورځې د اوسط مميزو د ورځنۍ بيې له مخې، د يوه کس پر سر اوه سوه افغانۍ او د خرماوو د ورځنۍ بيې له مخې د يوه پر سر ٥٠٠ افغانۍ ورکړل شي.
مولوي مسلم وويل چې صدقه فطر د فقيرانو او بېوزلو حق دى، خو که چېرې په خپلوانو کې يې دغه خلک وي، نو بيا د لومړيتوب دغه حق د اقرباوو دى.
د سترې محکمې د دارالافتاء رييس وايي، شتمن خلک او هغه خلک چې وس يې لري، بايد د مميزو او خورماوو په حساب صدقه فطر ورکړي، څو يې غريبو او بې وزلو ته ډېره ګټه ورسېږي.
د هغه په وينا، څومره چې له اختره مخکې صدقه فطر ورکړل شي، نو ثواب يې ډېر دى، ځکه چې بې وزله خلک به د اختر لپاره جامې او خوراکي توکي واخلي. خو مولوي مسلم وويل، چې داختر تر لمانځه پورې يې ورکولى شي.
نوموړي زياته کړه چې صدقه فطر پر هغه چا کېږي چې د يوې ورځې او شپې ډوډۍ لري او قرضدارى نه وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن