ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږکال په هلمند کې کوکنار ډېر کرل شوي

سږکال په هلمند کې کوکنار ډېر کرل شوي

author avatar
27 Jun 2016 - 15:05
سږکال په هلمند کې کوکنار ډېر کرل شوي
author avatar
27 Jun 2016 - 15:05

لښکرګاه (پژواک، ۷ چنګاښ ۹۵): د هلمند د کرنې رياست چارواکي وايي چې سږ کال د نا امنيو له امله د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې د غنمو پر ځاى کوکنار کرل شوي دي.

هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې په دې وروستيو کې په کې امنيتي ستونزې نورې هم ډېرې شوي دي.

د هلمند د کرنې او مالدارۍ رياست د ترویج عمومي مدیر شاه محمد د چنګاښ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې خلکو د غنمو پر ځاى کوکنار کرلي دي.

هغه زياته کړه: ((پخوا ځيني ځايونه وو چې دولت به کروندګرو ته ورکول او هلته به يې غنم کرل خو سږ کال هغه سيمي طالبانو نيولي دي او اوس کروندګرو ته د کوکنارو د کرلو چانس په لاس ورغلى دى.))

خو ده وويل، سره له دې هم د تېرو کلونو په پرتله سږکال په دغه ولايت کې له کرل شوو غنمو د پام وړ حاصلات ترلاسه شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ٩٥زره هکټاره ځمکه کې غنم کرل شوي چې له هر هکټاره نږدې پنځه ټنه غنم ترلاسه شوي دي.

هغه وايي چې پخوا به له هر هکټاره ٤،٥ ټنه غنم ترلاسه کېدل.

مدير شاه محمد د غنمو د حاصلاتو د ډېروالي په اړه وويل: ((په مجموعي ډول سږ کال ښه بارانونه وشول، د افتونو مخه ونيول شوه او ګروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړل شول.))

د هغه په وينا، دغه ترلاسه شوي غنم هلمند ته بسنه کوي او ځينو نورو ولايتونو تر څنګ پاکستان هېواد ته هم صادرېږي چې تر وړه کېدو وروسته يې بېرته افغانستان صادروي.

دغه راز په هلمند کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې رييس سيداحمد ورور پژواک هم ته وويل چې سږ کال په ډېرو سيمو کې کوکنار کرل شوي دي.

ورور زياته کړه: ((په دې وروستيو کې په شمالي ولسواليو کې د کوکنارو څو ځلې کښت هم رواج شوى دى.))

د نادعلي ولسوالۍ یوه کروندګر يارمحمد پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرو کروندګرو د خپلو ځمکو له دريو څخه په يوه برخه کې کوکنار کرلي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.