ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمران خان په خيبر پښتونخوا کې له افغان کډوالو سره د سم چلند ژمنه وکړه

عمران خان په خيبر پښتونخوا کې له افغان کډوالو سره د سم چلند ژمنه وکړه

author avatar
28 Jun 2016 - 18:13
عمران خان په خيبر پښتونخوا کې له افغان کډوالو سره د سم چلند ژمنه وکړه
author avatar
28 Jun 2016 - 18:13

کابل (پژواک ٨ چنګاښ ٩٥): ‌‌‌‌‌د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي او سفير سره په خبرو کې ژمنه کړې، چې د خيبر پښتونخوا ايالت له چارواکو او پوليسو سره ته جدي لارښوونه وکړي، چې له افغان کډوالو سره چلند سم کړي.

د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي او لوی سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوالو پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر يې د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند له مشر عمران خان سره کتلي دي.

ده زياته کړه، په دې کتنه کې په خيبر پښتونخوا کې د پوليسو له لوري له افغان کډوالو سره د ناسم چلند پر زياتېدو خبرې وشوې او هغه يې له حده پورته وګڼل.

هغه وايي، کډوال نه بايد د عمومي اړيکو د کښته پورته والي قرباني وګرځي او په تصادفي ډول بې له کوم جرمه په ډله ييز توګه وځورول شي.

 نوموړي له عمران خان څخه غوښتي، چې په خيبر پښتونخوا کې خپل حکومت ته لارښوونه وکړي، چې له افغان کډوالو سره د احترام او انساني او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې چلند وکړي.

د ده په وينا، په مقابل کې عمران خان له افغان کډوالو سره په ناوړه چلند خواشيني څرګنده کړې او ژمنه يې وکړه، چې د خيبر پښتونخوا له وزيراعلى او پوليسو مشر سره به نن (د چنګاښ اتمه) ماښام اړيکه نيسي او جدي لارښوونه به ورته کوي، چې په سملاسي توګه له کډوالو سره سلوک سم کړي.

زاخېلوال وويل، دغه راز دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان د اړيکو په نورو اړخونو هم خبرې وکړې او وروستنى تاوتريخوالى او د بې اعتمادۍ فضا يې د هېچا په ګټه ونه بلله.

دى زياتوي، هیله څرګنده شوه، چی په تاشکند کی د دوو هېوادونو د ولسمشرانو وروستۍ ناسته چې په کې د دوو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د تاوتريخوالي د کمښت او د اعتماد فضا د جوړښت په موخه په ځانګړې اجنډا او تګلارې خبرې او توافق شوى، د دوه اړخيزو اړيکو لپاره مثبتې پايلې ولري.

د نوموړي په خبره، عمران خان ورته ويلي، چې دی او د ده ګوند له افغانستان سره د ښو او نږدو اړیکو د ایجاد لپاره ژمن دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.