ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په کوټ کې د داعش ۳۷ وسله وال وژل شوي”

“په کوټ کې د داعش ۳۷ وسله وال وژل شوي”

author avatar
28 Jun 2016 - 12:42
“په کوټ کې د داعش ۳۷ وسله وال وژل شوي”
author avatar
28 Jun 2016 - 12:42

جلال اباد (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۵): چارواکي وايي چې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ۳۷ د داعش او دوه دولتي سرتېري وژل شوي، دوه امنيتي سرتېري او ۴۴ داعشیان ټپيان دي.

په کوټ کې له پنځو ورځو راهيسې د داعش او افغان سرتېرو جګړه روانه ده؛ خو د چارواکو په وينا، حکومتي ځواکونو يې پر ضد تېره ورځ تعرُضي عمليات پيل کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ۸مه پژواک اژانس ته وويل، له تېر ماښام راهيسې د عملياتو پر مهال ۳۷ داعشي وسله وال وژل شوي او ۴۴ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند وايي: ((په دې عملياتو کې د خوړګۍ، جنجال غونډۍ، سه پای په ګډون څو سيمې له داعش وسله والو نيول شوې دي.))

د تېرې جمعې په شپه سلګونه داعش وسله والو پر يادو سيمو بريدونه وکړل او له حکومتي سرتېرو يې څو کلي ونيول؛ خو سيمه ييزو چارواکو ويلي جګړه کې يې تاکتيکي شا تګ کړی و.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې لوا قوماندان جنرال محمد نسيم سنګين پژواک ته وويل، د تازه پيل کړو عملياتو پر ترڅ کې يې څو سيمې بېرته نيولې دي.

سنګين وايي: ((موږ تېر مازديګر تعرضي عمليات پيل کړل، جنجال غونډۍ، سه پای او ورته څو سيمې مو ونيولې، دې جګړو کې زموږ دوه سرتېري ووژل شول او دوه نور ټپيان شوي دي.))

نوموړي په ياده جګړه کې د وژل شوو داعش وسله والو شمېر ۳۷ او د ټپيانو شمېر يې تر ۴۰ لوړ بولي.

دا چارواکی وايي: ((داعش له سيمې د تښتې په حال کې دي، په سيمه کې يې ډېر ماينونه فرش کړي، موږ له تېرې ورځې راهيسې ۴۰ ماينونه کشف او خنثا کړي او عمليات مو بريالي روان دي.))

د نوموړي په وينا، د جنجال غونډۍ او سې پای سيمو د نيولو پر مهال يې د څلور سيمه ييزو او پاڅون کوونکو جنګياليو جسدونه هم موندلي دي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي پژواک ته وويل، د کوټ په عملياتو کې هوايي او پلي افغان ځواکونه برخه لري او ډېر ژر به دا ولسوالۍ د ده په ټکو د داعش له شتونه پاکه کړي.

والي وايي، داعشيانو پر دې ولسوالۍ د بريد پر مهال د ځايي خلکو ۹۰ کورونه سوځولي او د جګړې له وېرې ۵۰۰ کورنۍ بې ځايه شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.