ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا پراختيايي اداره د افغان ښځو د تحصيل لپاره  ١٥ ميليون ډالره مرسته کوي

د امريکا پراختيايي اداره د افغان ښځو د تحصيل لپاره ١٥ ميليون ډالره مرسته کوي

author avatar
29 Jun 2016 - 17:33
د امريکا پراختيايي اداره د افغان ښځو د تحصيل لپاره  ١٥ ميليون ډالره مرسته کوي
author avatar
29 Jun 2016 - 17:33

کابل (پژواک ٩ چنګاښ ٩٥): د امريکا نړيواله پراختيايي اداره (USAID) په کورنيو او بهرنيو خصوصي پوهنتونونو کې د ليسانس او ماسټرۍ په برخو کې د ٩٠٠ افغان ښځو د تحصيل په برخه کې مرسته کوي.

 د امريکا شارژدافير مايکل رينور (Michael Raynor) چې په کابل کې د ياد هېواد په سفارت کې خبرې کولې، وويل، ټاکل شوې چې د ٧٢٠ افغان ښځو لپاره د افغانستان په داخل کې د ليسانس سند ترلاسه کولو په موخه د زده کړو زمينه برابره شي.

 پر دې سربېره نوموړي وويل چې د ١٨٠ ښځو لپاره د ماسټرۍ په برخه کې د افغانستان په ګاونډ هېوادونو لکه هندوستان او نورو کې د تحصيل زمينه برابروي.

 د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، ياد پروګرام په افغانستان کې د ښځو ظرفيت لوړولو په برخه کې د امريکا د پراختيايي ادارې د پخوانيو کړو ژمنو يوه برخه ده.

 نوموړي زياته کړه  چې د لوړو زده کړو په موخه د افغان ښځو د ظرفيت لوړولو په برخه کې د امريکا پراختيايي اداره د افغان ښځو د تحصيل دوام په موخه د پروموټ پروژې د تحصيلي بورسونو له لارې د ياد پروګرام عملي کولو لپاره د اسيا بنسټ (Asia Foundation) په واک کې ١٥ مليون ډالر ورکوي.

 د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې د پروموټ پروژه په ٢٠١٤ زېږديز کال کې د ٢١٦ مليون ډالرو په ژمنې سره د افغان ښځو د فرصت او ظرفيت لوړولو په موخه پيل کړه، څو دوى وکولى شي چې د حکومت، خصوصي سکټور او مدنې ټولنې په برخو کې لوړو مقامونو ته ورسيږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.