کابل (پژواک ٩ چنګاښ ٩٥): د امريکا نړيواله پراختيايي اداره (USAID) په کورنيو او بهرنيو خصوصي پوهنتونونو کې د ليسانس او ماسټرۍ په برخو کې د ٩٠٠ افغان ښځو د تحصيل په برخه کې مرسته کوي.
د امريکا شارژدافير مايکل رينور (Michael Raynor) چې په کابل کې د ياد هېواد په سفارت کې خبرې کولې، وويل، ټاکل شوې چې د ٧٢٠ افغان ښځو لپاره د افغانستان په داخل کې د ليسانس سند ترلاسه کولو په موخه د زده کړو زمينه برابره شي.
پر دې سربېره نوموړي وويل چې د ١٨٠ ښځو لپاره د ماسټرۍ په برخه کې د افغانستان په ګاونډ هېوادونو لکه هندوستان او نورو کې د تحصيل زمينه برابروي.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، ياد پروګرام په افغانستان کې د ښځو ظرفيت لوړولو په برخه کې د امريکا د پراختيايي ادارې د پخوانيو کړو ژمنو يوه برخه ده.
نوموړي زياته کړه چې د لوړو زده کړو په موخه د افغان ښځو د ظرفيت لوړولو په برخه کې د امريکا پراختيايي اداره د افغان ښځو د تحصيل دوام په موخه د پروموټ پروژې د تحصيلي بورسونو له لارې د ياد پروګرام عملي کولو لپاره د اسيا بنسټ (Asia Foundation) په واک کې ١٥ مليون ډالر ورکوي.
د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې د پروموټ پروژه په ٢٠١٤ زېږديز کال کې د ٢١٦ مليون ډالرو په ژمنې سره د افغان ښځو د فرصت او ظرفيت لوړولو په موخه پيل کړه، څو دوى وکولى شي چې د حکومت، خصوصي سکټور او مدنې ټولنې په برخو کې لوړو مقامونو ته ورسيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن