ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ملي راډیو ټلویزیون د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ملي راډیو ټلویزیون د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
29 Jun 2016 - 13:44
د غزني ملي راډیو ټلویزیون د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
29 Jun 2016 - 13:44

غزني ښار (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۵): د غزني د ملي راډيو تلويزيون لپاره داسې مهال د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې چې له تېرو دوو کلونو راهيسې دغه راډيو ټلويزيون خپرونې نه لري.

د اړوندې موضوع په اړه په جوړو شوو مراسمو کې د غزني والي محمد امان هميم وويل چې د بوديجي د نشتوالي له امله د غزني د ملي راډيو تلويزيون لپاره ودانۍ نه وه جوړه شوې وه.

د هغه په وينا، سږ کال غزني ولايت ته بوديجه ورکړل شوې ده چې يو شمېر پروژې به پرې پلې شي.

د غزني د ملي راډیو تلویزیون امر محمد نصیر بیان وويل کله چې دوه کاله وړاندې د غزني د ملي امنیت پر ریاست باندې ډله يیز برید وشو نو هماغه مهال د ملي راډیو تلویزیون ودانۍ هم ړنګه شوه.

ده وويل: ((په دې موده کې يواځې د تلويزيون خپرونې دريدلې وې خو په راډيو کې خپرونې وې.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د غزني د ملي راډيو تلويزيون په نوې ودانۍ به ٢٤ ميليونه افغانۍ ولګول شي او چارې به يې د يو کال په موده کې بشپړې شي.

د غزني د ملي راډیو تلویزیون کارکوونکی بشیراحمد پژواک ته وويل چې د ځاى د تنګوالي له امله دوى نه شي کولاى په سمه توګه خپلې چارې ترسره کړي.

خو هغه خوښي وښوده چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به يې ستونزې هوارې شي.

په تېرو دريو کلونو کې دا دويمه رغنيزه پروژه ده چې په غزني ولايت کې ترسره کيږي.

شاوخوا يوه مياشت وړاندې د غزني د اقتصاد رياست د ودانۍ د جوړيدو چارې پيل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.