کابل (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٥): ولسي جرګه غواړي چې راتلونکې اوونۍ د ښځو چارو وزيره دلبر نظري د "کاري کمزورتيا" په سبب استيضاح کړي.
د ولسي جرګې منشي عرفان الله غرفان نن د دغه ټکي د څرګندولو تر څنګ خبريالانو ته وويل چې د ښځو چارو وزيرې د استيضاح لپاره کافي لاسليکونه را ټول شوي، اداري پلاوي او رييسانو هم په دې اړه تصميم نيولى دى.
عرفان الله په دې اړه چې د ښځو چارو وزيره ولې استيضاح کېږي؟ د جزئياتو له ورکړې پرته وويل: ((د جرګې غړو څو لاملونه وړاندې کړي چې يو په کې خپله د وزيرې کاري کمزورتيا ده.))
د هېواد د اساسي قانون په ٩٢مه ماده کې راغلي چې ولسي جرګه د خپلو غړو د شل سلنې په وړانديز کولى شي چې هر وزير استيضاح کړي.
په دې ماده کې راغلي چې که چېرې ورکړل شوې توضيع د قناعت وړ وي، ولسي جرګه به هم د نه باور موضوع وڅېړي.
د دې مادې پر بنسټ، له وزير نه د باور رايه اخيستل بايد ښکاره، مخامخ او د موجه دلایلو په سبب وي او دا رايه د ولسي جرګې د ټولو غړو د اکثريت رايو پر بنسټ صادرېږي.
د يادونې ده، دوې ورځې وړاندې د ولسي جرګې يو شمېر غړو د حکومتي چارواکو د استجواب پر څرنګوالي د نيوکې ترڅنګ ادعا وکړه چې په دې جرګه کې د استيضاع فورم وېشنه د باج اخيستلو او معاملو وسيله شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن