جلال اباد (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٥): چارواکي وايي چې د ننګرهار په دوو ولسواليو کې د عملياتو پر مهال د داعش وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.
په ننګرهار کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا د چنګاښ په ٩مه پژواک خبري اژاسن ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ګډو دولتي ځواکونو تېره ورځ د کوټ ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې عمليات کړي، چې په پايله کې يې د داعش ٩ وسله وال وژل شوي او ١١ نور يې ژوبل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې عملياتو پر مهال په ځینو سيمو کې نوې پوستې هم ځاى پر ځاى شوې دي.
سېلاب قول اردو ويلي چې له څو ورځو راهيسې په پيل شوو عملياتو په ترڅ کې د کوټ ولسوالۍ ګڼ شمېر کلي هم له وسله والو څخه پاک شوي دي.
د قول اردو له خوا په يوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې داعش وسله والو تېره شپه د اچين ولسوالۍ د ده سرک په سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي وو.
سرچينې زياته کړې چې په ځوابي بريدونو کې دوه داعش وسله وال وژل شوي او يو تن يې ټپي شوى دى.
په خبرپاڼو کې راغلي چې په يادو عملياتو کې دولتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، له تېرو څو ورځو راهيسې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال د دولتي سرتېرو او عامو خلکو ترڅنګ د داعش لسګونه وسله وال هم وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن