کابل (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٥): ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل شوو سرتېرو له یو شمېر وارثینو سره په ټيلېفوني خبرو کې هغوی ته ډاډ ورکړ چې د کورنیو پالنې او د دوی د اولادونو روزنې ته به پاملرنه وکړي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل شوو سرتېرو د کورنیو له ځينو غړو سره د جلا ټيلېفوني خبرو پر مهال یو ځل بیا هغوی ته تسلیت ووایه.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې: "ولسمشر د شهید د مقام او منزلت یادونه وکړه او د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدان چې د افغانستان او خلکو د دفاع په لاره کې یې خپل ځانونه قرباني کړي دي، د هېواد رښتيني بچیان وبلل."
اشرف غني وايي، دى پوهېږي چې د اولادونو او د کورنۍ د غړو له لاسه ورکول، دردوونکي دي او ټول هېوادوال په دغه درد کې له تاسو سره ځانونه شریک بولي.
هغه زياتوي: "د امنیتي او دفاعي ځواکونو مرګ د ویاړ او شهادت مرګ دی."
ولسمشر د وژل شوو سرتېرو د کورنیو له غړو سره د خبرو پر مهال له هغوی څخه مننه وکړه چې د هېواد او خپلو خلکو د دفاع او برحقې مبارزې لپاره یې دغسې صالح او نېک اولادونه روزلي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې ځای پر ځای کړي وو.
غني د هېواد د لومړي خادم په توګه د قرباني شوو سرتېرو کورنیو ته لاسرسى خپل مسوولیت وباله او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د هغوى د کورنیو پالنې او د دوی د اولادونو روزنې ته به پاملرنه وکړي.
د خبرپاڼې په حواله، په دغو ټيلېفوني خبرو کې د وژل شوو سترتېرو د کورنیو غړو له ولسمشر څخه د قربانيانو کورنیو او اولادونو ته د همېشنۍ پاملرنې له امله مننه وکړه او ويې ویل، د وژل شوو سرتېرو کورنیو ته د ولسمشر ځانګړې پاملرنه او وخت پر وخت د هغوی پوښتنه د هغوى د ورثې د ډاډ او ویاړ لامل شوې ده.
د قربانيانو د کورنیو غړو وویل، سره له دې چې دوى د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، مګر د خپل هېواد او خلکو د دفاع په لاره کې د لا ډېرو قربانیو ورکولو ته چمتو دي.
د دوى په خبره، د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د دښمن ماتې حتمي ده؛ ځکه زموږ دریځ او مبارزه برحقه ده او حق تل د باطل پر وړاندې بریالی وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن