ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې يوه بوډۍ ښځه ووژل شوه

په جوزجان کې يوه بوډۍ ښځه ووژل شوه

author avatar
29 Jun 2016 - 14:57
په جوزجان کې يوه بوډۍ ښځه ووژل شوه
author avatar
29 Jun 2016 - 14:57

شبرغان (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٥): د جوزجان امنيتى چارواکى وايي چې وسله والو کسانو د دغه ولايت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې يوه ٥٣ کلنه ښځه وژلې ده.

د جوزجان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالحفيظ خاشي پژواک خبري اژانس ته وويل دا ښځه چې حليمه نومېده او خاوند يې کلونه وړاندې مړ شوى، د خواجه دوکوه په قزل اتاق کلي کې هغه مهال وژل شوې چې له خپلو دوو لوڼو سره ويده وه.

هغه زياته کړه: ((دا بوډۍ د ناپېژانده وسله والو له لوري پر ډزو وژل شوې ده.))

د جوزجان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر وويل چې د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو په دې اړه د پوليسو څېړنې پيل شوې دي.

خاشي وويل: ((د معلوماتو له مخې، دا کورنۍ له چا سره د ښمني نه لري، دا چې ياده ښځه به چا وژلې وي؟ تر اوسه په دې اړه معلومات نه شته.))

د خواجه دوکوه ولسوالۍ د قزل اياق کلي اوسېدونکى عبدالصمد وويل چې مېرمن حليمه ارامه او ښه مېرمن وه چې له خپلو دوو لوڼو سره يواځې اوسېده.

هغه زياته کړه: ((هېڅ ګومان نه کوم چې له چا سره دې دعوه ولري، دا چې چا وژلې او دليل يې څه دى؟ هېچا ته حتى لوڼو ته يې هم معلومات نه شته.))

دغه ځايي اوسېدونکي وويل چې قاتلانو د شپې له تيارې  نه په ګټه اخيستلو سره دغه ښځه د خوب په بستر کې سوځولې او تښتېدلي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.