ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل: تېره میاشت غزني کې د طالبانو ۱۷۹ ډله ییز بریدونه پر شا تمبول شوي

امرخېل: تېره میاشت غزني کې د طالبانو ۱۷۹ ډله ییز بریدونه پر شا تمبول شوي

author avatar
30 Jun 2016 - 14:55
امرخېل: تېره میاشت غزني کې د طالبانو ۱۷۹ ډله ییز بریدونه پر شا تمبول شوي
author avatar
30 Jun 2016 - 14:55

غزني ښار (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٥): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې په تېره يوه مياشت کې يې د وسله والو طالبانو ١٧٩ ډله ييز بريدونه پر شا تمبولي او لسګونه طالبان ژوندي نيول شوي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د چنګاښ په ١٠مه په غزني ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په تېره يوه مياشت کې په غزني ښار او ولسواليو کې د وسله والو طالبانو ١٧٩ ډله ييز بريدونه پر شا تمبول شوي دي.

ده وويل چې په يادو بريدونو کې ٦٣ طالبان او ٨ امنيتي سرتېري وژل شوي او ٢٧ طالبان او ١٢ امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه چې په ياده موده کې د امنيتي ځواکونو له لوري ګڼ طالبان ژوندي هم نيول شوي دي.

د امرخېل په وينا، په تېره يوه مياشت کې وسله والو طالبانو پلان درلود چې دغه ولايت سقوط وکړي خو سره له دې چې خپلې موخې ته ونه رسېدل، بلکې ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله هم واوښته.

د امرخېل په خبره، پوليسو هغه ٢٢ کسيزه ډله هم نيولې ده چې په دغه ولايت کې د امنيتي کسانو، قومي مشرانو او عامو خلکو په وژنه کې لاس درلوده.

هغه د امنيت په ټينګښت کې د خلکو همکاري اړينه وبلله او زياته يې کړه: ((امنیتي ځواکونه به په هېڅ صورت وسله والو ته د تخریبي کړنو او فعالیتونو اجازه ورنه کړي.))

امرخېل دا هم وويل چې امنيتي ځواکونو هغه درې تنه هم نيولي دي چې وسله والو طالبانو ته به يې په بازار کې عشر او ذکات ټولاوه.

دغه راز د غزني ښار یوه اوسېدونکي عبدالله هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو بريدونه کم شوي دي.

خو ده وويل: ((دا سمه ده چې بريدونه کم شوي خو اوس هم طالبان وخت نا وخت بريدونه کوي او ډېره مرګ ژوبله يې عامو خلکو ته وي.))

عبدالله د غزني له امنيتي چارواکيو غوښتنه وکړه چې د امنيت د ټينګښت په موخه دې يادو نيول شويو کسانو ته سخته سزا ورکړي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا د غزني د امنيه قوماندان  څرګندونې رد کړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.