کابل (پژواک، ١٠ چنګاښ ۹۵) د مارشال محمد قسيم فهيم دفاعي پوهنتون د افسرانو له اکاډمۍ د اوو نجونو په ګډون ۳۱۷ تنه فارغ شول.
نن په ياد پوهنتون کې له همدې امله په جوړه شوې ناسته کې د ملي دفاع وزير عبدالله حبيبي، د دغه وزارت ځينو نورو چارواکو او په کابل کې د برېتانيا او استراليا سفارتونو چارواکو هم ګډون درلود.
حبيبي وويل چې د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواک ډېر پېاوړی شوی او کولای شي هر ګواښ ته ځواب ووايي.
ده يادو فارغانو ته په خطاب کې وويل چې پوځيان د زده کړو په حال کې يواځې د ځان پر وړاندې مسوول وي، خو کله چې فارغ شي نو د ټول هېواد پر وړاندې ملي او ايماني مسووليت لري.
هغه زياته کړه، پوځيان د پوځي زده کړو تر څنګ هغه وخت د مبارزې په ډګر کې برياليتوب ترلاسه کولای شي چې په خپل منځ کې يوالي ولري او چا ته اجازه ورنه کړي چې د دوی تر منځ تفرقه، اختلاف او تعصب رامنځته کړي.
د مارشال فهيم د دفاعي پوهنتون د ځوانو افسرانو اکاډمۍ قوماندان بريد جنرال محمدشريف شريفي وويل چې ياد ٣١٧ تنه د دې اکادمۍ د شپږمې دورې فارغان دي.
دى وايي چې فارغ شوي افسران په دې اکادمۍ کې يو کال په تيوري او عملي ډول پوځي زده کړې کړې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه اکاډمي په ۱۳۹۱ کال کې جوړه شې او تر دې مهاله يې ۱۶۵۷ تنه افسران فارغ کړي دي.
د ده په وينا، په دې اکاډمۍ کې د بهرنيو سلاکارانو په سلا پوځيانو ته له نړيوالو معيارونو سره سم روزنه ورکول کېږي.
په کابل کې د برېتانيا سفير ډومينيک جرمي (Dominic Jermey) په دغو مراسمو کې فارغ شوو افسرانو ته وويل: "ستاسو او ستاسو د کورنيو مېړانه او شجاعت د ستاينې وړ دی، چې تاسو يې د هېواد دفاع ته رالېږلي ياست."
همداراز په کابل کې د استراليا د سفارت مرستيال جونتن بل (Johnathon Ball . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن