کندهار (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٥): د کندهار چارواکي وايي، د دې ولايت په ميوند ولسوالۍ کې له تېرې ورځې راهيسې د امنيتي ځواکونو له خوا چاڼيز عمليات پيل شوي چې په پايله کې يې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او ١٠ کلي د وسله والو له شتون څخه پاک شوي دي.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني، پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې ولسوالۍ کې نن په دويمه ورځ هم عمليات په برياليتوب روان دي.
هغه زياته کړه، ميوند د کندهار له شمالي ولسواليو ده چې له کندهار ښاره ٧٠ کيلومتره لرې د کندهار- هرات پر لويه لاره د هلمند ولايت ناارامې ولسوالۍ سنګين ته څېرمه پرته ده.
دغه ولسوالي له پنجوايي، خاکرېز او غورک مهمو ولسواليو سره شريکه پوله لري.
د ده په خبره، د هلمند وروستيو نااراميو او جګړو يواځې د کندهار د ميوند نه، بلکې د نورو ولسواليو پر امنيتي وضعيت هم اغېز کړى و چې د مخنيوي لپاره يې د دې ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې عمليات دوام لري.
دراني د ميوند د عملياتو په اړه وويل، تېره ورځ د دغې ولسوالۍ په بند تېمور سيمه کې ١٠ کلي د وسله والو له شتونه پاک شول او د دواړو لورو تر منځ په جګړه کې ٣٤ وسله وال ووژل شول.
هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې د وسله والو ٢٥ بېلابېل وسايط هم د پوليسو لاسته ورغلل.
دى وايي، د رايګان بازار، مسر کارېز، اختري کارېز، غونچه کلي، چولاوک کلي، زر زاده کلي، عثمان کلي، مايخي کلي، کوکک کلي او پسر زاده کلي په نوم هغه سيمې دي چې په دې وروستيو کې په کې د وسله والو تحرکات او فعاليتونه تر سترګو کېدل، اوس د حکومت تر ولکې لاندې راغلي دي.
د ده په خبره، په دې ولسوالۍ کې نن هم عملياتو دوام درلود چې پر مهال يې يوه اندازه مهمات، مخدره توکي او نور نيول شوي دي.
دى زياتوي، د عملياتو پر مهال د لارې په اوږدو کې خښ شوى ماين کشف او شنډ شوى او دغه راز يو ميل هاوان، يو ميل پيکا، ٥٠٠ د ماين پټاکۍ، ٤٠٠ متره ثانيه سوز لين، ٨٠٠ د ماين کانچې او ٣٠ کيلوګرامه چرس له يوه سراچه موټر سره د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
د هغه په وينا، تر دې مهاله په دغو عملياتو کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يادونې ده چې امنيتي ځواکونو له هغه وروسته په دې ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي چې دغلته وسله والو مخالفينو څو ورځې وړاندې څو ځلې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل او دواړو لورو ته په کې درنه مرګ ژوبله واوښته.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن