کابل (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٥): د کابل پوليسو د اختر په ورځو کې د سختو امنيتي تدابير له نيولو خبر ورکړى او وايي چې د تېرې مياشتې په جريان کې يې د بېلابېلو جرمونو په تور لکه قتل، سړي تښتونه او نورو په اړوند نيولي او د دې ترڅنګ يې ١٣٠٠ ليټره شراب هم ضبط کړي دي.
د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې له دې ډلې يې ٢٥ کسان د قتل، يو کس د تښتونې، ٦٨ کسان د ټپي کولو په تور، ٢٤ کسان د اخلاقي جرمونو په تور او ٨ نور کسان د کابل په بېلابېلو ناحيو کې د غيرقانوني وسلو د لېږد په تور نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو کسانو کې ٥١ کسان د وسله والو غلاو په تور، ١٠ کسان د موټرو د غلا په تور، ٤١ کسان د نغدو پيسو، سرو زرو، موبايلونو او د خلکو له کورونو د غلا په تور، ٧ کسان د جېب شکونې په تور نيولي دي.
د هغه په وينا، د نيول شوو کسانو په ډله کې دوه ډلې "وسله وال لوټماران" شامل دي، چې د کابل څلورمې حوزې اړونده سيمه کې نيول شوي دي. نوموړي د يادو دوو ډلو شمېر په ډاګه کړ.
رحيمي وويل: "په ټوليز ډول موږ په دې نېټه ٤٤ عمليات ترسره کړي چې په کې ٦٢ کسان د هيرويينو، چرسو او شرابو په تړاو نيول شوي دي."
نوموړي زياته کړه چې د نشه يي توکو له پلورونکو يې ١٣٠٠ ليتره شراب هم ترلاسه کړي دي.
هغه وويل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د کابل ښار له بېلابېلو ولسواليو او ناحيو ١٤ ماينونه کشف او ترلاسه کړي، څلور لاسي بمونه چې د موبايل په ذريعه عيار شوي و، شنډ شوي او دغه راز پر کابل ښار د ١٠٧ ملي متري پنځه مرميو له وېشتلو هم مخنيوى شوى دى.
رحيمي دغه راز څرګنده کړه، چې په دغه موده کې اووه نقليه موټرونه او ١٦ ميله بېلابېلې وسلې د کابل پوليسو لاسونو ته غورځېدلې دي.
د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندان وويل، چې د اختر په ورځو کې د هېوادوالو د امنيت ټينګښت په موخه له پخوانيو تجربو څخه په ګټې مهم پلان او پروګرامونه په پام کې نيولي دي.
هغه دغه راز زياته کړه، کوم کسان چې د پلاسټيکي وسلو په سوداګرۍ او پلور کې لاس لري، د پوليسو له لوري به ونيول شي.
نوموړي له رسنيو څخه د همکارۍ غوښتنې ترڅنګ وويل: "زموږ ماشومان بايد وسلو او پټاکيو د چاودنې له فرهنګ سره عيار نه شي، بايد د قلم او کتابچې پر فرهنګ عيار شي."
نوموړي د ماشومانو له والدينو وغوښتل، د دې لپاره چې اختر ورځې په خوشالۍ سره تېرې کړي، بايد خپلو ماشومانو ته اجازه ورنکړي څو پلاسټيکې وسلې او پټاکۍ وپېري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن