ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند او لوګر کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند او لوګر کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
30 Jun 2016 - 13:46
هلمند او لوګر کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
30 Jun 2016 - 13:46

پل علم- لښکرګاه (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٥): چارواکي وايي چې په لوګر کې وسله والو د ملي امنيت يو افسر وژلى او يو بل کارکوونکى يې ټپي کړى دى، بلخوا په هلمند کې هم دوه پوليس ټپيان شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د چنګاښ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېر ماښام د محمداغې ولسوالۍ د واغجان بازار په سيمه کې د ملي امنيت يو افسر وژلى او يو بل کس يې ټپي کړى دى.

ده وويل: ((دوى بازار ته د سودا لپاره راغلي وو چې طالبانو پرې ډزې کړې او دغه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.))

د صالح په وينا، د يادې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړوند برخه کې د پوليسو پلټنې پيل شوې دي.

خو د واغجان بازار يوه هټۍ وال اجمل پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې د ملي امنيت يو ډګروال وژل شوى او د ملي امنيت يو بل کس او يو ملکي وګړى ټپيان شوي دي.

ده وويل: ((کله چې دوى له موټر نه ښکته کېدل، طالبانو پرې ډزې وکړې چې يو ځل له موټر نه دوه کسان وغورځېدل چې دواړه زخميان وو خو وروسته بيا يوه يې ساه ورکړه.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په لښکرګاه ښار کې د پوليسو په خپلمنځي جګړه کې دوه پوليس ټپيان شوي دي.

د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال دل جان خاکرېزوال پژواک ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د لښکرګاه په بازار کې د پوليسو تر منځ خپلمنځي نښته شوې ده.

هغه وايي چې په دې نښته کې دوه پوليس ټپيان شوي او دوه نور پولیس د دې شخړې به تور نیول شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ټپيان روغتون لېږدل شوي خو د يو ټپي روغتيايي حالت ښه نه دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.