ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د کابل نننى بريد د بشريت ضد جنايت وباله

ولسمشر د کابل نننى بريد د بشريت ضد جنايت وباله

author avatar
30 Jun 2016 - 15:20
ولسمشر د کابل نننى بريد د بشريت ضد جنايت وباله
author avatar
30 Jun 2016 - 15:20

کابل (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٥): ولسمشر د کابل نننى بريد د بشريت ضد جنايت وباله او د کورنيو چارو وزارت ته يې امر کړى چې د پوليسو د انتقال د تصميم څرنګوالى و ارزوي، ترڅو د هر ډول بې غورۍ په صورت کې تعقيبي اقدامات ترسره شي.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو پربنسټ، د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند کلا حيدرخان سيمه کې د نويو فارغ شويو پوليسو پر کاروان د طالبانو په بريد کې ٢٧ پوليس وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژوک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني په کابل ښار کې د میدان وردګ پولیسو د روزنیز مرکز د فارغانو پر لېږدونکو موټرو نننی برید د بشریت ضد جنایت وباله.

سرچينه کاږي، ولسمشر د کورنیو چارو وزارت ته دستور ورکړ چې د یاد مرکز د فارغانو د انتقال د تصمیم څرنګوالی وارزوي، ترڅو د هر ډول بې غورۍ په صورت کې تعقیبي اقدامات ترسره شي.

ده وويل، د روژې په مبارکه میاشت کې مسلمانان عبادت کوي، خو طالبان برعکس د خلکو په وژلو او د وېرې او وحشت په خپرولو سره نه بښونکی عمل ترسره کوي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې ولسمشر د طالبانو دغه وحشیانه جنایت د جګړې په ډګر کې د هغوی د ماتې نښه وبلله او ويې ویل، طالبانو په دې جنایت سره خپله سخت زړي او بې رحمي وښودله.

نوموړي په ټول هېواد کې له علماوو او خلکو څخه وغوښتل، چې سبا د جمعې په لمانځه کې د دې غمجنې پېښې قربانیانو ته دعا وکړي او د ترهګرو د بشري ضد جنایتونو پر وړاندې د جوماتونو د منبرونو له لارې خپل غږ اوچت کړي.

ولسمشر د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د وژل شويو کسانو کورنیو ته څرګند کړي او ټپیانو ته يې د خدای تعالی په دربار کې د سالمې روغتیا دعا کړې ده.

له بلې خوا د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان هم ياد شوى بريد غندلى دى.

د ده له دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د هغه له قوله راغلي: خدای ناترسه ترهګرو د پردیو په لمسون زموږ پر بې ګناه ملکي هېوادوالو انتحاري حملې کوي، چې دا په حقیقت کې له اسلام سره ښکاره دښمني ده، چې د ترهګرو د وحشت او دهشت له خپرولو پرته بل پیغام نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.