جلال اباد (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٥): د ننګرهار چارواکي وايي چې په حصارک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کې ٣٠ وسله وال او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
د دې ولايت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه وسله والو طالبانو د حصارک ولسوالۍ په شاوخوا سيمو بريدونه وکړل، چې تر سهار پورې د دوى او امنيتي سرتېرو ترمنځ نښتې روانې وې.
ده زياته کړه، په دې مهال د بهرنيو ځواکونو هوايي ځواک هم کارول شوى، چې په پايله کې يې ٣٠ وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، دغه راز په دې نښتو کې دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې په دې بريدونو کې يې ١٣ پوليس وژلي او ګڼ شمېر ټپيان کړي دي. دغه راز د دوى دوه ملګري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن