ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت اباد ځينې اوسېدونکي: د دوستم په عملياتو کې ملکي خلک زيانمن شوي

د دولت اباد ځينې اوسېدونکي: د دوستم په عملياتو کې ملکي خلک زيانمن شوي

author avatar
2 Jul 2016 - 13:35
د دولت اباد ځينې اوسېدونکي: د دوستم په عملياتو کې ملکي خلک زيانمن شوي
author avatar
2 Jul 2016 - 13:35

مزارشريف (پژواک،١٢چنګاښ ۹۵): د فارياب ولايت د دولت اباد ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وايي چې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم په مشرۍ له جنبش سره تړاو لرونکو سيمه ييزو پوليسو او ولسي پاڅون کوونکو( خيزش مردمى) يې ۸۱ عام وګړي له ځانه سره بيولي دي.

دوی وايي چې څو ورځې وړاندې يې کلي ته سيمه ييز پوليس د ولسي پاڅون کوونکو  په ملاتړ راننوتل کور په کور يې تلاشي وکړه، ۹ عام وګړي يې ووژل او زيات شمېر توکي يې له ځانه سره يوړل.

د فارياب دولتي چارواکي د ولسمشر د لومړي مرستيال په رهبرۍ د يادو عملياتو پخلی کوي؛ خو له ۸۱ نيولو شويو کسانو پرته د عملياتو په اوږدو کې د نورو پېښو په تړاو ناخبري ښيي.

دولتي چارواکي زياتوي چې د دولت اباد ولسوالۍ د شش پر کلى د وسله والو طالبانو ځواکمن مرکز و، چې په مرسته يې د اندخوی - ميمنې لويه لاره تل ګواښل کېده، عام خلک په کې لوټل شوي او د امنيتي ځواکونو سرونه په کې پرې شوي دي.

شش پر کلی، د اندخوی-ميمنې لويې لارې ته څېرمه، شمال لور ته په لس کيلومترۍ کې د فارياب د دولت اباد ولسوالۍ اړوند سيمه ده، چې نږدې ټول اوسېدونکي يې پښتانه دي.

د يادې سيمې اوسېدونکى او قومي مشر حاجي سردار د چنګاښ په ۱٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د دوی پر سيمه، د طالبانود نيولو په پلمه د عملياتو په نامه يرغل شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې څلور ورځې وړاندې يې کلي ته د دولت اباد، اندخوی او خواجه سبزپوش ولسواليو اړوند سيمه ييز پريس او د خيزش مردمى وسله وال د عملياتو په نامه راننوتل.

هغه وايي: ((د يادو عملياتو په ترڅ کې شش پر کلی کور په کور په غير منظمه توګه تلاشي کړای شو، له خلکو سره بد چلند وشو او له ډېر ظلم او زياتي څخه کار واخيستل شو.))

حاجي سردار وويل چې د طالب په نامه په دغو شويو عملياتو کې يواځې دوه طالبان، چې په زوره دغه کلي کې ځای پر ځای شوي وو، ونيول شول؛ خو عامو خلکو ته له وژنو نيولې تر لوټ تلان پورې زيانونه واړول شول.

نوموړي زياته کړه چې د يوې ښځې او يو ماشوم په ګډون نهه عام وګړي ووژل شول او ۸۱ يې له ځانه سره ژوندي يوړل.

د هغه په وينا، دوی د ملي اردو په چوکاټ کې د ولسمشر د لومړي مرستيال د روانو عملياتو مخالفت نه کوي؛ خو شکايت يې له دې څخه دی چې د جنبش پخواني قوماندانان د سيمې له خلکو سره د دغه ډول عملياتو په اوږدو کې پخوانۍ تربګني راتازه کوي.

د شش پر کلي بل اوسېدونکى محمد دين  چې ورور يې په عملياتو کې وژل شوی، وايي چې د خلکو له وژلو او برمته کولو سربېره د سيمې د خلکو ډېر اسباب لوټ کړای شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.