ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د عمرې حج مراسم تر سره کړل

ولسمشر غني د عمرې حج مراسم تر سره کړل

author avatar
2 Jul 2016 - 12:16
ولسمشر غني د عمرې حج مراسم تر سره کړل
author avatar
2 Jul 2016 - 12:16

 کابل(پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٥): ولسمشر اشرف غني او ورسره ملګري پلاوي يې په بيت الله شريف کې د عمري حج مراسم تر سره کړل.

ولسمشر غني پرون مازديګر د يوه پلاوي په مشرۍ جدې ښار ته ورسېد او په بيت الله شريف کې يې د عمرې حج مراسم پر ځاى کړل.

 د ارګ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي:((د هېواد ولسمشر په مسجد الحرام کې له دوه رکعته لمونځ کولو وروسته د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو ته په دعا کې هغوى ته د جنت او ټپيانو ته د بشپړې روغتيا غوښتنه وکړه.))

ولسمشر او ورسره مل پلاوي په دعاګانو کې په  هېواد کې د تلپاتې سولې، د افغانانو ترمنځ د  ټينګ يو والي او ټول اسلامي امت په ځانګړي ډول د افغانانو لپاره د سوکالۍ او نېکمرغۍ غوښتنه وکړه .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.