کندهار ښار (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٥): د کندهار ولايت په بېلا بېلو امنيتي پېښو کې پنځه پوليس او ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د چنګاښ په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ميوند ولسوالۍ په بند تېمور سيمه کې د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ٢ وسله وال وژل شوي، ٤ ټپيان او ٣ ژوندي نيول شوي دي.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې يو پټنځاى هم له منځه وړل شوى، يوه اندازه وسلې او مهمات او دوه عرادې سراچه موټر د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز په همدې سيمه کې په يوه بله پېښه کې ٥ سيمه ييز پوليس او ١٥ وسله وال هم وژل شوي دي.
د دې ولسوالۍ يوه امنيتي سرچينه وايي چې تېره شپه وسله والو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي چې پر مهال يې ١٥ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
دغه سرچينه زياتوي، د جګړې پر مهال ٥ سيمه ييز پوليس هم وژل شوي دي.
له تېرې څه مودې راهيسې ميوند ولسوالي د جګړو شاهده ده چې دواړو لورو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې منسوبينو يې په کندهار ښار کې ٩ طالب وسله وال نيولي دي.
سرچينې زياته کړې چې نيول شويو طالبانو پلان درلود، چې د کابل – کندهار پر لويې لارې بريدونه ترسره کړي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن