پلخمري ښار (پژواک،١٣ چنګاښ ٩٥): د بغلان سيمه ييز مسوولين وايي چې ناپېژاندو وسله والو په نهرين ولسوالۍ کې يوه ښوونځي ته اور اچولى دى.
د بغلان ولايت نهرين ولسوالۍ د ګلميران لېسې مدير محمد افضل پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا يوولس نيمې بجې څو وسله وال کسان ياد ښوونځې ته ننوتي او د ښوونځي له ساتوونکي سره يې شخړه کړې ده.
نوموړي زياته کړه چې ناپېژاندو وسله والو د ساتوونکي له ټپي کولو وروسته د ښوونځي څو ټولګيو او ادارې ته اور اچولى دى.
هغه وويل :" سره له دې چې ښوونځي کې لګېدلى اور د سيمې اوسېدونکو له لوري مړ شوى ؛ خو ددې ترڅنګ د اور اچونې له امله د ښوونځي اداره په بشپړ ډول او څو درسي خونې په نسبي ډول سوځېدلې دي."
نوموړي وويل، تر دې دمه روښانه نه ده چې دا ښوونځى ولى سوځول شوى دى؟
ګلميران ليسه د ښار مرکز د نهرين ولسوالۍ د لوګريانو سيمه کې موقعيت لري چې شاوخوا ٢٠٠٠ هلکان په دې ښوونځي کې زده کړې کوي.
د يادونې ده چې بغلان ولايت کې څه باندې ٥٠٠ ښوونځي شتون لري چې تېرکال هم د وسله والو کسانو له لوري اندراب ولسوالۍ کې يوه ښوونځي ته اور اچول شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن