ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترافيکي پېښه کې يو پلار له پنځو زامنو سره مړ شو

ترافيکي پېښه کې يو پلار له پنځو زامنو سره مړ شو

author avatar
3 Jul 2016 - 15:28
ترافيکي پېښه کې يو پلار له پنځو زامنو سره مړ شو
author avatar
3 Jul 2016 - 15:28

کابل (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٥): د کابل – غزني پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله يو پلار له خپلو پنځو زامنو سره مړ ، مېرمن او يوه لور يې ټپيان شوي دي.

د  ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل د چنګاښ په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن غرمه مهال د کابل – غزني پر لويه لاره د سيد اباد ولسوالۍ د سالارو په سيمه  کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه  چې په ياده سيمه کې د سپرليو يو ٤٠٤ موټر چې له غزني څخه د کابل پر لور روان و له کابل  څخه مخامخ راتلونکې  سراچه موټر سره ټکر کړى چې له امله يې پنځه تنه مړه  او دوه نور ژوبل شوي دي.

منګل وايي چې ټپيان د سيد اباد ولسوالۍ روغتيايي کلينيک ته لېږدول شوي، خو د هغوى روغتيايي حالت  په اړه يې معلومات نه درلودل.

خو د سيد اباد يو تن اوسېدونکى او د مړو شويو کسانو يوتن خپلوان محمد ابراهيم وايي  چې قاري حبيب الرحمن له خپلې کورنۍ سره د اختر لمانځلو په موخه خپل  کلي ته روان و، چې د ولسوالۍ د اوتړيو په سيمه کې يې پر سراچه موټر لوى موټر ختلى دى.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې قاري حبيب الرحمن له خپلو پنځو زامنو سره چې عمرونه يې د ٥ او ١٤ کلونو ترمنځ وو، مړ  شوى، مېرمن  او يوه لور يې ټپيان شوي دي.

دى وايي  چې قاري حبيب الرحمن په کابل کې دنده درلوده او د شپې لخوا د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د وروستي کال محصل هم و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.