ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور کې د لومړي ځل لپاره ښځينه څارنوالې خپل کار پيل کړ

په غور کې د لومړي ځل لپاره ښځينه څارنوالې خپل کار پيل کړ

author avatar
3 Jul 2016 - 13:10
په غور کې د لومړي ځل لپاره ښځينه څارنوالې خپل کار پيل کړ
author avatar
3 Jul 2016 - 13:10

فيروزکوه (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٥): په غور ولايت کې د لومړي ځل لپاره ښځينه څارنواله په داسې حال کې کار پيلوي چې په دغه ولايت کې په دې وروستيو کې ګڼې صحرايي محکمې او د تاوتريخوالي پېښې شوې دي.

نګينه غوري هغه ښځه ده چې په غور ولايت کې د شرعياتو په برخه کې زده کړې کړې او په تازه ډول د دغه ولايت د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړو په څارنوالۍ ګومارل شوې ده.

سرچينې وويل: ((کله چې ښوونځي ته تلم، په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې کېدونکي تاوتخوالي ته کمه پاملرنه کېده، ځورېدم او تصميم مې ونيو چې شرعيات څانګه ولولم او عدالت ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې کار وکړم.))

هغې وويل، هڅه کوي چې له تاوتريخوالي سره د مخ شوو ښځو لپاره زمينه مساعده کړي چې عدالت ته لاسرسى ولري؛ ځکه چې يوه ښځه کولى شي له نارينه نه زيات يوه بله ښځه درک کړي.

په غور ولايت کې د لومړي ځل لپاره د ښځينه څارنوالې ټاکل د ښځو د حقونو د فعالانو له تاوده هرکلي سره مخ شوي.

د غور ولايت د بشري حقونو کمېسيون د ښځو څانګې مشرې فريدې ناصري وويل، دا لومړى ځل دى چې د دغه ولايت په تاريخ کې يوه ښځه د څارنوالې په توګه ټاکل کېږي.

هغې زياته کړه: ((د لويې څارنوالۍ له دې ټاکنې هرکلى کوو. دا يو نېک ګام دى، ځکه چې تر اوسه د غور په څارنوالۍ کې د تاوتريخوالي د له منځه وړولو څارنوالې شتون نه درلود، د يوې ښځې ټاکل چې زموږ له جنس نه ده، دا هيله زياتوي چې د ښځو پر وړاند د تاوتريخوالي دوسيې به په سم ډول څېړل کېږي.))

د غور ولايت د بشري حقونو کمېسيون د ښځو د څانګې مشرې وويل چې بلخوا ښځې کولى شي چې ټولې ستونزې او هغه تاوتريخوالي چې دوى ورسره مخ دي، يوې ښځې ته په ښه ډول ووايي.

په غور ولايت کې د افغان ښځو شبکې مشرې نوريې نويد وويل چې يوه ښځينه څارنواله په داسې حال کې له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښو د څېړنې د څارنوالې په توګه داسې مهال کار پيلوي چې غور په دې وروستيو کلونو کې د تر ټولو سترو وحشي محاکمو د ترسره کېدو او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لوړېدو شاهد و.

هغه زياته کړه: ((هغه صحرايي محکمې چې په غور کې ترسره شوې، کولى شو چې تېر کال د رخشانې وحشيانه محاکمه ياده کړو چې تر اوسه دولت په دې برخه کې کوم کوچنى ګام هم نه دى اوچت کړى، موږ هيله لرو چې نګينه غوري د يوې تحصيل کړې ښځې په توګه چې د غور له دردونو او ستونزو خبره ده، وکولى شي چې په سم ډول د تاوتريخوالي پر وړاندې مبارزه وکړي، څو د عدالت په تامين کې له ښځو سره مرسته وکړي.))

بلخوا د غور په دولتي ادارو کې هم د ښځو د کمرنګ شتون څخه شکايتونه کېږي.

د ښځو چارو مشرې معصومې انوري وويل چې د غور په ٢٥ دولتي ادارو کې يوه ښځه هم کار نه کوي او د دغه ولايت ٩٥ سلنه ښځې عدالت ته لاسرسى نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.