ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا رسول داعش ډله فتنه وبلله

ملا رسول داعش ډله فتنه وبلله

author avatar
4 Jul 2016 - 12:46
ملا رسول داعش ډله فتنه وبلله
author avatar
4 Jul 2016 - 12:46

کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٥): د طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملا محمد رسول داعش ډله بهرنۍ او فتنه وبلله او زياته کړې یې ده چې د دې ډلې کړنې د منلو او توجيه وړ نه دي.

له طالبانو د جلا شوې ډلې د افغانسان اسلامي امارت عالي شورا مشر ملا رسول دغه څرګندونې د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت په خپل پيغام کې کړې دي.

هغه زياته کړې: ((د خوښۍ او سوکالۍ اختر به هغه مهال وي چې ګران هېواد مو خپلواک او هېوادوال مو له خپلو کورنيو سره يو ځاى د ارام ساه واخلي.))

نوموړي په خپل اختريز پيغام کې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش په نامه د وسله والې ډلې وروستي بريدونه او ناورين غندلى او زياته کړې یې ده چې رامنځته شوى ناورين په هېڅ ډول د توجيه او منلو وړ نه دی.

هغه ويلي: ((د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا د داعش په شمول هېڅ بهرني ځواک او قوت ته په هېواد کې د فعاليت حق او اجازه نه ورکوي.))

ملا رسول  د طالبانو په اړه ويلي چې د دې ډلې ځيني کسانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد مړينه د خپلو واکونو او ځانګړو موخو لپاره پټه وساتله او د دود او دستور خلاف يې د هغه په نوم جعلي احکامات او اجراات تطبيقول.

د نوموړي په وينا، دغه راز ځينو کسانو په ډېره بېړه او له لازم اعتبار څخه محروم ډول يې د ملا عمر ځاى ناستی غوره کړ.

دغه طالب چارواکي ويلي چې د ملا منصور تر وژل کېدو وروسته د ملا هبت الله د نوي مشر په ټاکل کېدو يو ځل بيا پخوانۍ تېروتنه تکرار شوه.

ده زياته کړې  ((دوى د يو څو کسانو په شتون او د يوې اعلامیې په خپرولو د ملاهبت الله اخند د مشر کېدلو اکتفا وکړه چې بيا هم په خواشينۍ  سره د منلو او اړتيا وړ شرايط نه شي پوره کولي او مخلصو ملګرو ته د قبولو وړنه دی.))

ملا رسول  ويلي چې يې د افغانستان له حکومت سره د اړيکو او معاملې هڅه کړې او نه هم له داعش سره چې د  اسلام په نامه مسلمانان ځوروي دا يوه فتنه ډله ده.

هغه له خپلو وسله والو ملګرو غوښتي چې د عملياتو پر مهال عام ولس ته زيان ونه رسوي او له بنديانو سره دې بد سلوک نه کوي.

نوموړي ويلي، د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا دې ته ژمنه ده چې د هرې ژبې او قوم وګړو ته به د اسلام په چوکاټ کې پوره پوره پاملرنه او درناوى کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.