ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“اختر د شتمنو دى، موږ اختر نه لرو

“اختر د شتمنو دى، موږ اختر نه لرو

author avatar
6 Jul 2016 - 10:15
“اختر د شتمنو دى، موږ اختر نه لرو
author avatar
6 Jul 2016 - 10:15

کندوز (پژواک، ١٦ چنګاښ ٩٥): يوه بې وزله ښځه چې د کندوز په وروستيو جګړو کې يې خپل ځوان زوى له لاسه ورکړى، وايي چې له سخت اقتصادي حالت سره مخ ده، ان د خپل ځان او اولادونو لپاره د اختر د جامو پيسې هم نه لري.

دغه ښځه چې حليمه نومېږي، زياتوي زوى يې چې بزګري يې کوله تېر کال وړاندې د کندوز په چاردرې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ په نښته کې وژل شوى دى.

هغې زياته کړه: "د زوى له شهيد کېدو وروسته مې د هغه د بچيانو او ښځې زه سرپرستي کوم، د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لرو، خو لمسيان مې راته وايي چې اختر لپاره ورته نوې جامې او مېوې واخلي، زه د هغوى د تېر ايستلو لپاره درواغ وايم چې سبا ته يې درته اخلم."

نوموړې چې له اوښکو ډکو سترګو د ژوند د ستونزو په اړه خبرې کولې، وويل چې تر اوسه پورې ورسره کومې دولتي او غير دولتي موسسې مرسته نه ده کړې.

رحيمه چې اوسمهال له خپل ١٣ کلن زوى، دوو لمسيانو او خپلې کونډې نګور سره د چهاردرې ولسوالۍ په نواباد سيمه کې ژوند کوي، وايي چې مېړه يې هم څلور کاله وړاندې مړ شوى، خو هېڅوک هم د دوى د کورنۍ سرپرستي نه کوي او اړه ده، چې په خپله کار وکړي.

نوموړې د دې خبرې په څرګندولو سره چې پخوا به يې ماشومانو ته نوې جامې اخيستې او اوس يې ګاونډيان هم دغه رواج ترسره کوي، وويل: "زموږ ماشومان وايي چې موږ ته کالي واخلئ، ژاړي، خو نه شو يې اخيستلى، مجبور يو چې فريب ورکو."

يوازې د رحيمې کورنۍ نه ده چې له دا ډول اقتصادي وضعيت سره ټکوي، بلکې د کندوز ښار په نورو سيمو کې لسګونه نورې کورنۍ هم د خپل ژوند له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

١٤ کلن اشرف چې پلار يې د کندوز د سقوط پر مهال له لاسه ورکړى، وايي: "پلار مې په ډوډۍ پسې بازار ته ولاړ چې د دولت او مخالفينو تر منځ په جګړه کې بند پاتې شو او شهيد شو."

هغه زياته کړه چې پلار يې د بازار په کوم سراى کې څوکيداري کوله چې اوس زموږ ترڅنګ نشته، زموږ د کورنۍ ټول مسووليتونه زما پر غاړه دي.

نوموړى چې پنځه کوچني وروڼه او دوه خويندې لري، وايي چې د سخت اقتصادي وضعيت له امله يې تر اوسه پورې د کورنۍ هېڅ غړي ته جامې نه دې پېرلې.

هغه ورته مهال له دولت او سوداګرو غوښتنه وکړه چې له دوى او نورو بې وزلو کورنيو سره مرسته وکړي.

ياد تنکي ځوان په ژړغوني اواز سره وويل: "اختر د مالدارانو دى، موږ اختر نه لرو."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.