ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بامیانو سمڅ مېشتي په وچه ډوډۍ پورې حیران دي

د بامیانو سمڅ مېشتي په وچه ډوډۍ پورې حیران دي

author avatar
6 Jul 2016 - 11:01
د بامیانو سمڅ مېشتي په وچه ډوډۍ پورې حیران دي
author avatar
6 Jul 2016 - 11:01

باميان (پژواک،١٦ چنګاښ ٩٥): د باميان ولايت د ويجاړو مجسمو شاوخوا لسګونه سمڅ مېشتي کورنۍ وايي چې د بې وزلۍ له امله نه شي کولى اختر ولماځي او د اختر ورځې ورته د نورو عادي ورځو په شان دي.

هغوى چې د بېوزلۍ او فقر له امله د غره په سمڅو کې ژوند کوي له پژواک خبري اژانس سره په خبروکې ويلي چې په تېرو ٥٠ کلونو کې د هغوى ژوند د ښه توب او هستوګنې ځاى برابرولو په برخه کې هېڅ کار نه دى شوى او زياتې کورنۍ د اختر په ورځو کې د مېلمنو د مېلمستيا لپاره ان د يوې کيلو شېريني د اخيستلو وس هم نه لري.

د بودا ويجاړو مجسمو شاوخوا سيمه کې نږدې درې زره کورنۍ شتون لري او څه باندې ٢٥٠ بې سرپناه کورنۍ له باميانو ولايت او شاوخوا نورو ولايتونو څخه په دې سمڅو کې ډېر وروسته پاتی ژوند تېروي.

دا سمڅې چې د بوديزم په دوران کې د بودا پيروانو ترې کار اخيست؛ له پخوا کلونو څخه د بېوزلو او بېځايه شوو کسانو د هستوګنې په توګه کارول کېږي.

د دغه وضعيت په کتو سره داسې قياس کېږي چې سمڅ مېشتي د پخوا او بوديزم زمانې (٢- ٥) پېړيو ته ور ستانه شوي دي او په کره توګه يې د بودايانو د وخت ژوند له سره پيل کړى دى.

د رستم په نوم يوه سمڅ مېشتى چې د ٧ کسيزې کورنۍ مسوول دى او د بودا ويجاړو شوو مجسمو لوېديځ لور سمڅو کې ژوند کوي، پژواک خبري اژانس پژواک ته وويل هغه څوک اختر لري پيسې لري او د اقتصاد پر مټ د اختر سودا اخيستلى شي.

دې سړي زياته کړه: "نه مې ماشومانو ته جامې کړې دي او نه د ميلمنو د مېلمه پالنې توان لرم."

نوموړي د دغه مطلب په څرګندولو سره چې په اختر کې به په يوه پياله چاى د خپلو مېلمنو هرکلى وکړي، وويل چې سمڅ مېشتي نه شي کولى چې د خپلو بچيو نسونه ان په وچه ډوډۍ ماړه کړي.

د لغمان په پيتاب سيمه کې د محمدعلي په نوم بل سمڅ ناستي په دې ولايت کې د کار او بوختيا له نه شتون څخه سر ټکوي.

نوموړي پژواک ته وويل چې سږ کال کار لږ شوى دى، سمڅ ناستې ناوړه اقتصادي وضعيت لري؛ ډېرى سمڅ مېشتې له ګاونډيو او بازار له هټيوالو څخه پوروړي دي، په دې وضعيت سره کېداى شي چې د اختر لپاره چمتووالى ونيسو؟

هغه زياته کړه: "د لغمان پيتاب سيمه کې د سمڅ مېشتو منځ کې داسې کسان شتون لري چې خواړه يې وچه ډوډۍ او ان د نورو پاتې شوني خواړه دي چې کولى شي يوازې ژوندي پاتې شي."

په ورته وخت کې د باميانو والي وياند عبدالرحمن احمدي وويل چې نه يوازې سمڅ مېشتي، بلکې ډېرى خلک د بې وزلۍ او وزګارتيا له امله سم اقتصاد نه لري او د پخوا کلونو په څېر نه شي کولى اختر ونماځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.