ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ښځینه پولیسو شمېر ډېرېږي

هلمند کې د ښځینه پولیسو شمېر ډېرېږي

author avatar
6 Jul 2016 - 10:40
هلمند کې د ښځینه پولیسو شمېر ډېرېږي
author avatar
6 Jul 2016 - 10:40

لښکرګاه (پژواک، ۱٦ چنګاښ ۹۵): د هلمند امنیه قوماندان وايي چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې د ښځينه پوليسو شمېر له لسګونو سلګونو ته لوړه شي.

دغه څرګندونې د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتوز پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل چې اوسمهال په دغه ولايت کې ٣٥ ښځينه پوليسې د سرتېرو، ساتنمنانو او افسرانو په بستونو کې کار کوي.

هغه زياته کړه چې د کورنيو چارو وزارت له پلان سره سم به دغه شمېر ډېر ژر څلور سوه کسانو ته لوړه شي.

کينتوز وايي: ((د کورنیو چارو وزارت له پلان  سره  سم  هلمند ته  له وړاندې د څلور سوه ښځینه پولیسو تشکیل منظور شوی دی، خو د وخت د مسولینو له خوا يې د پوره کیدو او جلب په  برخه کې  بي پروايې شوي ده.))

ده وويل چې د ياد تشکيل د پوره کېدو په موخه يې له قومي مشرانو او نورو دولتي چارواکو سره خبرې پيل کړې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ښځينه پوليسې اوسمهال د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په رياستونو او د قوماندانۍ په نورو مديريتونو کې پر دندو بوختې دي.

د کينتوز په وينا، د سيمه ييزو او کلتوري ستونزو له امله ښځې نه شي کولاى په عملياتو او يا هم د لويو لارو په تلاشيو کې برخه واخلي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((د یوه مسوول  په صفت په قوماندانۍ کې ټول پرسونل زما د اولاد په ځای دی، هېڅوک نه شي کولی چې تر خپل مسوولیت یو قدم  هم ها خوا کېږدي دي او يا هم پر چا فشار راوړي که چېرې داسې کړنې ولیدل شي، مسولینو ته به يې سزا ورکړم.))

د هغه په وينا، د هغو ښځينه پوليسو له کورنيو سره هره مياشت مرستې کېږي چې په دنده کې وژل شوې دي.

په لښکرګاه کې د ښځينه پوليسو د ټولي مشرې څارنې ګلالۍ ايوبي پژواک ته وويل چې هرڅه ژر بايد په دغه ولايت کې د ښځينه پوليسو تشکيل پوره شي.

هغې زياته کړه: ((زموږ تشکيل بايد پوره شي تر څو موږ په ټولو برخو کې په سمه توګه خپلو کارونو ته رسيدنه وکړو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.