ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د خپلې مور له مرګ وروسته اختر نه لرو”

“د خپلې مور له مرګ وروسته اختر نه لرو”

author avatar
7 Jul 2016 - 14:34
“د خپلې مور له مرګ وروسته اختر نه لرو”
author avatar
7 Jul 2016 - 14:34

فراه (پژواک،١٧ چنګاښ ٩٥): څلور ماشومان چې مور يې د روږدي پلار له خوا وژل شوې، وايي چې د مور له مرګه وروسته يې نورې خوښۍ نه دي ليدلې او د اختر ورځې هم د روزنتون په څلور دېوالۍ کې تېروي.

دوولس کلن عبدالغفور، ١١ کلن عبدالشکور، اته کلن عبدالرووف او اووه کلن رامين د باران په نوم د يوه روږدي زامن دي چې دوه کاله وړاندې د خپلې مېرمنې او پلار له وژلو وروسته بندي شو.

دغه څلور ماشومان له دې پېښې وروسته د فراه په روزنتون کې ژوند کوي.

د روژې اته ويشتمه ده، د فراه د روزنتون لسګونه ماشومان د اختر د لمانځي په موخه د خپلو خپلوانو او سرپرستانو کورونو ته تللي، خو ياد څلور ماشومان د مهربانه خپلوانو او سرپرست نه لرلو له امله اړ دي چې اختر له خپلو ټولو خوښيو لرې د روزنتون (داراليتام) په څلور دېوالۍ کې تېر کړي.

١١ کلن عبدالشکور چې له ژوند ستړى او مايوسه ښکارېده، د پلار روږدېدنه يې د خپل ژوند او وروڼو د تباه کېدنې عمده لامل بولي.

هغه په داسې حال کې چې لاسونه يې لړزېدل اوغرېو نيولى و، د خپل کورنۍ دردونکى داستاني يې داسې بيان کړ: ((پلار مې بې سواده و، د ځوانۍ پرمهال د کار لپاره ايران ته تللى و او هلته روږدى شوى و...))

د هغه په خبره، کله يې چې پلار تازه روږدى شوى و، کار يې کاوو او هر څومره پيسې به يې چې پيدا کړې، يوازې په ترياکو، چرسو او پوډرو يې لګولې، خو وروسته د دې توکو کارولو له امله کمزورى شو، د کور وسايل يې پلورل او ځان ته يې نشه يي توکي برابرول.

نوموړى چې په ناهيلۍ او درد سره يې خبرې کولې، وويل: ((دوه کاله وړاندې مې پلار له مور او نيکه سره د پيسو نه ورکولو په خاطر جګړه وکړه، د شپې دوولس بجې وې، موږ ويده وو، په تېشه يې زما د مور او نيکه سرونه ميده ميده کړل.))

نوموړي وويل چې پلار يې د هماغه شپې د پېښې پر مهال وتښتېد، خو پوليسو دوې ورځې وروسته د فراه د مرکز په نوبهار کلي کې ونيو، وروسته پر ١٦ کاله بند محکوم شو او اوس د فراه په زندان کې بندي دى.

هغه وويل چې له هغه تيارې شپې نه وروسته يې نور د ژوند تورې شپې هم پيل شوې.

دغه معصوم ماشوم زياته کړه چې د مور له مړينې او پلار له بندي کېدو وروسته خپلو دوو ترونو ته ورغى، خو هغوى اجازه ورنه کړه چې په کور کې يې ژوند وکړي.

هغه په غرېو نيولي اندازه زياته کړه چې وروسته د خپلو نورو خپلوانو کور ته هم ورغى، خو هغوى هم اجازه ورنه کړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.