ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد په ختيځ کې کرکټ ډېره وده کړې

د هېواد په ختيځ کې کرکټ ډېره وده کړې

author avatar
7 Jul 2016 - 09:09
د هېواد په ختيځ کې کرکټ ډېره وده کړې
author avatar
7 Jul 2016 - 09:09

جلال اباد (پژواک، ١٧ چنګاښ ۹۵): په ختيځ کې د کرکټ بورډ رييس وايي چې په دغه زون کې د کرکټ لوبې ډېره وده کړې او هيله لري چې د دغه زون ډېری نور لوبغاړي به په راتلونکي کې ملي لوبډلې ته لاره پيدا کړي.

په ختيځ کې د کورني کرکټ پرمختګ، د لوبو اسانتياوې، په پراخه کچه د کرکټ مينه وال او د لوبغالو زياتوالي په دغو ولايتونو کې د کرکټ د ودې لاملونه دي.

د ختيځ زون د کرکټ بورډ رييس بختيار ساحل له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ځينو لوبغاړو په کورنيو لوبو کې د ښه لوبېدو له امله د کرکټ بورډ پام ور اړولی دی.

ساحل وويل: ((له ننګرهار ولايت څخه طارق ستانکزی، شوکت زمان، پروېز ملکزی، وفادار مومند، فريد ملک، عبدالله عادل، وحيد شفق او همدا شان له لغمان څخه خبير عمر، ناصر عمر، اکرام فيضي او له کونړه بصير محبوب، اعجاز کونړی هغه لوبغاړي دي چې د دې وړتيا لري؛ څو ملي لوبډلې ته لاره پيدا کړي.))

ساحل زياته کړه په ختيځ زون کې يو شمېر کم عمره نور لوبغاړي هم شته چې په کرکټ کې به ښه راتلونکی ولري.

نوموړي زياته کړه، په ننګرهار ولايت کې د کرکټ تر لسو پورې اکاډمۍ شته دي او دا چاره د دې لامل شوې؛ څو دغلته کرکټ پرمختګ وکړي.

ساحل وايي: ((موږ د دې اکاډميو تر څنګ په ښار او ولسواليو کې تورنمنټونه په لاره اچوو، دغه کار د لوبغاړو پر وړتيا ډېره اغېزه لري او ډېری لوبغاړي يې پر کرکټ برلاسي کړي دي.))

د ده په وينا: ((په ختيځ کې د کرکټ د دغو اسانتياوو له امله سپين غر زون دوه ځلي د شپږيزې کپ، يو ځل د دری ورځينو لوبو کپ، يو ځل د اولس کلنو ځوانانو کپ، يو ځل د معلولينو کپ د سياليو کپونه ګټلي دي.))

هغه وايي، همدا شان د ولايتونو په کچه ننګرهار ولايت کې دوه ځلي د "سيد جمال الدين افغان" (ګريډ ون) يو ورځنۍ سيالۍ او يو ځل د ولايتونو په کچه شل اوريزه سيالۍ کټلي دي.

بختيار ساحل وايي، په پام کې لري چې په ننګرهار ولايت کې د کرکټ يو بل نړيوال لوبغالی جوړ کړي او دا چاره به پر کرکټ ډېره مثبته اغېزه ولري.

دى وايي: ((موږ په ننګرهار کې د غازي امان الله خان د کرکټ معياري لوبغالی لرو، خو اوس مو د بهسودو پله ته څېرمه ۲۵ جريبه ځمکه ترلاسه کړې او دلته به د کرکټ نړيوال لوبغالی جوړ شي.))

د ساحل په وينا، ياده پروژه په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.