ايبک (پژواک ، ١٧ چنګاښ ٩٥): د سمنګانو چارواکي وايي چې ددې ولايت د دلخکي کوتل په سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه او ١٩نور ټپيان شوي دي.
د سمنګانو د امنيه قوماندانۍ يوتن مسوول څارمن عبدالحليم پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته درې بجې رامنځته شوې ده .
هغه زياته کړه د حضرت سلطان ولسوالۍ يو شمېر ځوانان په يو بار وړونکي موټر کې له يوې سيمې څخه بلې ته د اختر مبارکۍ لپاره تلل چې موټر يې چپه شو .
د نوموړي په خبره ، په دې پېښه کې څلور تنه مړه شوي او ١٩نور ټپيان دي .
هغه د موټر د چپه کېدو لامل ګړندى تګ په ګوته کړ.
د سمنګانو د ولايتي روغتون يوتن ډاکټر شمس الدين وويل چې روغتون ته څلور مړي او ١٩ ټپيان رالېږدول شوي دي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن