ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيا کې زياتره کارېزونه له خټو ډک او وچ شوي

په پکتيا کې زياتره کارېزونه له خټو ډک او وچ شوي

author avatar
7 Jul 2016 - 12:50
په پکتيا کې زياتره کارېزونه له خټو ډک او وچ شوي
author avatar
7 Jul 2016 - 12:50

ګردېز(پژواک،١٧چنګاښ٩٥):د پکتيا د مرکز په ګډون په يو شمېر ولسواليو کې ګارېزونه له خټو ډک او يا هم وچ شوي دي چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي.

د پکتيا د مرکز ګردېز په ګډون د زرمت، احمدابا، سيدکرم او په ميرزکي ولسواليو کې ډېر هغه کاريزونه، چې کروند ګرو به کښتونه له همدې لارې خړوبول د خرابېدو او وچېدو په حال کې دي.

له دغه لرغوني سيستم څخه پخوا وختونو کې ډېر کار اخيستل کېده، خو دا مهال په ډېرو سيمو کې د وچکالۍ له امله او په هغو سيمو کې چې خلک يې بل ځای ته کډه شوي ځمکې او کارېزونه يې له خټو ډک او يا هم وچ شوي دي.

د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکي ۴۳ کلن سردار ولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په يو شمېر سيمو کې خلک د کارېزونو د اوبو پر ځای په ځمکو کې برمې وهي ، له هغه څخه د جنراتور  په واسطه اوبه را باسي چې همدې چارې د کارېزونو په اوبو منفي اغېزې کړې دي.

سردارولي وايي: « زموږ په سيمه کې داسې کارېزونه شته چې يو شمېر پاک دي او ځينې ډک دي، يو شمېر خلکو د ځمکو د خړوبولو لپاره برمې وهلي چې په کارېزونو يې منفي اغېز کړی او ځمکې شاړې شوې دي.»

د مرکز ګردېز اوسېدونکي جميل الرحمان هم پژواک ته وويل چې دا مهال په سيمه کې يواځې له څو کارېزونو څخه د سيمې اوسېدونکي د ځمکو د خړوبولو لپاره کار اخلي.

جميل الرحمان وايي، چې لا هم په يو شمېر سيمو کې خلک خپل کښتونه له کارېزونو څخه خړوبوي، خو که دا کارېزونه وچ شي نو خلک له به ډيرو ستونزو سره مخ شي.

هغه زياته کړه: « دلته کارېزونه د ځمکو د خړوبولو لپاره کارول کېږي، په څلورويشت ساعتونو کې د هر چا وېش معلوم وي او هر چاته خپلې اوبه رسيږي، خو اوس د کارېزونو سمه خونده نشته.»

د دې ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې يادې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا د کليو پراختيا سرپرست رييس ضابط احمدزي پژواک ته وويل چې د کارېزونو د پاکوالي لپاره يې په يو شمېر ولسواليو کې کار پيل کړی دى.

ده زياته کړه :« د دې رياست له لوري ۲۵۰ کارېزونه او کانالونه په يو شمېر ولسواليو کې پاک شوي او په ډيرو سيمو کې اوس هم د کارېزونو د پاکولو کار روان دى.»

 پکتيا کې ډېر کارېزونه د سپين غره د شمال ختيځ او سوېل لوېديځ څخه سرچينه اخلي او د غرونو د ميلان څخه په ګټې اخيستنې سره د ځمکې پر مخ بهيږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.