ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني : په زوره د کډوالو ستنول د ستونزې مناسب او دایمي حل نه دی

ولسمشر غني : په زوره د کډوالو ستنول د ستونزې مناسب او دایمي حل نه دی

author avatar
8 Jul 2016 - 21:10
ولسمشر غني : په زوره د کډوالو ستنول د ستونزې مناسب او دایمي حل نه دی
author avatar
8 Jul 2016 - 21:10

وارسا (پژواک،۱۸ چنګاښ ٩٥): ولسمشر محمد اشرف غنی  نن ماسپښین د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو له ځانګړې استازې  مېرمن فډریکا موګریني سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې د پولینډ په پلازمېنه وارسا کې د چنګاښ په ۱۸ مه ترسره شوه، دواړو لوریو د افغان کډوالو د ستونزې د اساسي حل، بروکسل کنفرانس ته د روانو تیاریو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله خبرې وکړې.

ولسمشر غني مېرمن موګریني ته په افغانستان کې د لویو اقتصادي پروژو د تطبیق او د بندونو د جوړولو، سیمه ییزو اقتصادي همکاریو او د اسیا په څلور لارې د افغانستان د بدلېدلو په هکله معلومات ورکړل.

د اروپایي ټولنې ځانګړې استازې مېرمن فډریکا موګریني په بېلابېلو برخو کې د ملي یووالي حکومت کوښښونه او لاسته راوړنې وستایلې. هغې زیاته کړه، د امنیت د تامین او د اقتصادي او لویو پروژو د تطبیق په برخه کې د ملي یووالي حکومت کوښښونو افغانستان ته د نړیوالو پام او باور ډېر کړی دی.

موګریني له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په موخه د بروکسل کنفرانس لپاره د تیاریو یادونه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د افغانستان نړیوال متحدین به په بروکسل ناسته کې له افغانستان سره د خپلو همکاریو ژمنې تازه کړي.

د اروپايي ټولنې استازې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته په اشارې وویل، د افغان کډوالو ستونزې ته باید قانوني لارې او دایمي حل لاره ولټول شي.

ولسمشر غني وویل، د افغانستان نړیوال همکاران او متحدین باید د افغانستان شرایطو ته په پام د افغان کډوالو ستونزه په اساسي توګه حل کړي. هغه زیاته کړه، په زوره د کډوالو اېستل او ستنول د دغې ستونزې مناسب او دایمي حل نه دی، نو د دې لپاره باید یو منظم پلان ترتیب او تطبیق شي.

په وارسا کې د ناټو سازمان د غړيو او ځينو نورو هېوادونو د مشرانو  دوه ورځنى کنفرانس نن پيل شو او افغانستان د دې کنفرانس د اجنډا مهمه برخه ده. تر ٢٠٢٠ ميلادى کال پورې له افغان ځواکونو سره د دې سازمان د مرستو غځول او پراخول د وارسا د غونډې د بحث مهمه موضوع ده.

دغه راز په دې ناسته کې به افغانستان او نړۍ نور هېوادونه په افغانستان کې د سولې ډ ټينګښت او له ترهګرۍ او نشه يي توکيو سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې نوې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.