ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په باميانو کې د بودا يوه مجسمه ترميمېږي”

“په باميانو کې د بودا يوه مجسمه ترميمېږي”

author avatar
8 Jul 2016 - 10:05
“په باميانو کې د بودا يوه مجسمه ترميمېږي”
author avatar
8 Jul 2016 - 10:05

باميان(پژواک، ۱۸ چنګاښ ٩٥): د باميانو ولايت ځايي چارواکي وايي چې د بودا مجسمو د ترميم لپاره زمينه مساعده شوې او تمه ده چې يونسکو به ددې مجسمو له ډلې د يوې مجسمې اسکليټ جوړ کړي.

د باميانو والي محمد ظاهر زُهير، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بودا له مجسمو نه د يوې مجسمې جوړول به د باميانو ولايت د رغونې او پراختيا سبب شي او ددې ولايت د اقتصادي او فرهنګي ودې لپاره به خورا موثر وي.

 هغه زياته کړه چې په همدې سبب ځايي اداره هڅه کوي چې د يونسکو او نورو مرستندويانو ملاتړ جلب کړي، څو د يوې مجسمې د رغولو په اړه اقدام وکړي.

د باميانو والي زياته کړه:((زموږ په دې هڅو کې د باميانو د فرهنګي ماسټر پلان ساتنه، په شنو او سرو سيمو کې د خپلو سرو کورونو جوړول شامل دي چې بايد د ماسټر پلان سره سم دا چاپېريال وساتل شي، څو يونسکو د باميانو د يادو تاريخي اثارو څخه د يوه د رغونې په اړه اقدام وکړي.))

 د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ښار د ښکلا لپاره ټول اصناف صنف بندي شوي او په ځانګړو ځايونو کې ځاى پر ځاى شوي، څو باميان خپل فرهنګي هويت وساتي.

باميان د هېواد له لرغونو او تاريخي ولايتونو څخه دى چې له دې ډلې کولى شو د بودا د دوو يجاړو شوو مجسمو او بند امير( د هېواد لومړى ملى پارک) نوم اخيستلى شو، ددې ولايت تاريخي ساحې د بهرنيو ګرځندويانو د ليدنې او ګرځندوى صنعت د ودې لپاره غوره ځال ګڼل کېږي او اته نورې ساحې يې د ملګرو ملتونو د فرهنګي ميراثونو د ثبت سازمان(يونسکو) سره ثبت شوي دي.

خو ددې ولايت ځايي چارواکي وايي چې په وروستيو کلونو کې په هېواد کې د نا امنيو له پراختيا سره  ډېر کم کورني او بهرني سيلانيان دې ولايت ته ورځي او د هر کال په تېرېدو سره يې د ليدونکو په ځانګړي ډول بهرنيو ګرځندويانو شمېره کمېږي.

د باميانو د فرهنګي ميراثونو د ساتنې او مراقبت عمومي مدير عبدالمحيد جليا وويل چې په باميانو کې د بودا جدارونو په ګډون اته ساحې لکه غلغله ښار، ککرک دره، قل اکرم، قل غمى، مغاره ها، قلعۀ کافر الفت او ب او ضحاک ښار په ٢٠٠٣ کال کې د ملګرو ملتونو له کلتوري سازمان يونسکو سره ثبت شول.

 هغه زياته کړه چې د ستر بودا اسکليټ د يونسکو له لوري ټينګ شوى او د کوچني بودا اسکليټ د جوړېدو په حال کې دى او کله چې د ټينګښت کار پاى ته ورسېږي، د ځايي خلکو ادارې د لېوالتيا له مخې به يونسکو د فرهنګي ميراثونو قانون په رعايت سره يوه مجسمه ترميم کړي.

جليا وويل:(( المانيانو د صلصال پښې دوه کاله وړاندې جوړې کړې، خو له يوې اندازې کار وروسته جاپانيان راغلل او اعتراض يې وکړ چې ددې مجسمې جوړښت بايد د فرهنګي ميراثونو قانون پر بنسټ تر سره شي چې په همدې سبب له هغه وخت وروسته کار درېدلى دى.))

 هغه زياته کړه چې له يونسکو نه شاوخوا دوه کاله وروسته يو پلاوى باميانو ته راغى، له خلکو او ځايي ادارې يې له دې مجسمو نه د يوې د ترميم په اړه نظر غوښتنه وکړه، خو تر اوسه يې ددې نظر پوښتنې پايله نه ده څرګنده شوې.

د باميانو د فرهنګي ميراثونو د ساتنې او مراقبت عمدمي مدير زياته کړه که چې که چېرته يوه مجسمه د يونسکو له لوري ورغول شي، باميان به له کلتوري او اقتصادي اړخه وده وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.