جلال اباد (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٥) : چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د درېيو قوماندانانو په ګډون د داعش ١٦ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريدونه تېره ورځ د اچين ولسوالۍ په کرکڼۍ سيمه کې شوي وو.
هغه زياته کړه چې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په دې بريدونو کې ١٦ داعش وسله وال وژل شوي ، چې په وژل شويو کې يې درې مهم قوماندانان هم شامل دي.
خوږياڼي وويل چې په دې بريدونو کې د هغوى يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
داعش وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن